آلمان: څو سازمانونه د مهاجرو د فردي حقونو غوښتونکي شول
۱۳۹۶ آبان ۲۰, شنبههغه غوښتنليک چې د جمعې په ورځ خپور شو، د خپريدا پر وخت يې د عفوې نړيوال سازمانونه، پرو ازول، د کارګرانو د رفاه سازمان، دیاکوني، د پناه غوښتنې په برخه کې د ايزديانو خدمات، د ټولنيزې رفاه د اتحاديو او د قاضيانو او مدافع وکيلانو ټولنو ګډون کړی وو. هغوي له آزاد دموکرات، زرغون او د مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال اتحادي ګوندونو څخه وغوښتل تر څو د « آلمان فدرالي حکومت د نړيوالو حقوقو د معيارونو ، بشر حقونو او اروپايي حقوقو د ساتنې په برخه کې خپلې هلې ځلې زياتې او ګامونه پورته کړي.» دوې په خپل غوښتنليک کې ويلي دي، هغه انسانان چې له جګړو، ترور، تعقيب او سزا څخه تښتيدلي، په اروپا کې ژغورنې ته اړتيا لري.
دغو سازمانونو په دې دليل دغه غوښتنليک وړاندې کړی دی چې د مسيحي سوسيال او مسيحي دموکرات اتحادي ګوندونو په توافقاتو کې د مهاجرو د «تصميم نيونې او د ديپورت مرکزونه» د جوړيدو يادونه شوې ده، کوم چې مهاجر به په کې د خپل برخليک تر معلوميدو پورې ساتل کيږي.
د آلمان د مهاجرو څخه د ملاتړ سازمان (پرو ازول) اجرائيه مدير ګونتر بورکهارد وويل: «آلمان به يا د ېوې بشري حقوق لرونکې اروپا په ليکه کې لمړي ځای خپل کړي او يا به په اروپا کې د مهاجرو د حقونو د لمنځه وړولو په ائتلاف کې خپلې تګلارې ته ادامه ورکړي». هغه زياته کړه: « که اوسنۍ طرحې عملي شي، په هغه صورت کې به له اخراج څخه ژغورنه، د دولت د قانون له مخې د بهيرونو مخته وړل، د خپلواکو او ناپيلو سازمانونو لخوا د چارواکو د څيړنو تضمين، دا ټول د خطر په معرض کې قرار ونیسي.» د بورکهارد په وينا، خو مهاجر دې تر هغه وخته چې په دقيقه توګه يې دوسيې نه وي څيړل شوي، نبايد د اروپا سرحدونو ته واستول شي. هغه يادونه وکړه چې له همدې کبله دغه مسئله يوازې په آلمان کې د ائتلافي حکومت د جوړيدو په خبرو اترو کې نه، «بلکه د اروپا پر سر ده.»
د ټولنيزې رفاه اتحاديو د ټولنې اجرائيې مدير، اولريش شنايدر په دې اړه خبرداری ورکړ: «د سيستم دا ډول جدي بدلون، يعنې په اروپا کې د پناه غوښتنې د سيستم شکل ته بدلون ورکول، کوم چې اوس په نظر کې نيول شوی دی، نبايد د يو مخکښ هيواد له خوا مخته يووړل شي.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.08.2015):