په یوه ژوبڼ کې د اورلگیدنې له امله ټولې بیزوگانې مړې سوي
۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه
د جرمني د کریفیلد ژوبڼ نن سهار وختي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: «زموږ تر ټولو خراب گومان په حقیقت بدل سو، د بیزوگانو په دغه ژوبڼ کې د اورلگیدنې په نتیجه کې، هیڅ کوم حیوان ژوندی نه دی پاته سوی.»
د ژوبڼ د خبر پر اساس په څنگ کې یې پروت د گوریلاوو څلو ته بیا کوم زیان نه دی رسیدلی خو د بیزوگانو ژوبڼ بیا د دیوالونو تر تهداب پورې په بشپړ ډول سوځیدلی دی.
د اورلگیدنی علت لا په شپه کې نه وو معلوم. لکه څنگه چی د جرمنی د WDR تلویزیون خبر ورکړی، ښایي د نوي کال په شپه پټاکیو دغه اور رامنځته کړې وي.
د اطفایې عملې د شپې لا د اور په له منځه وړلو پیل وکړ. د کریفیلد مسوول چارواکي به د نن ورځي په جریان کې د دغې پیښې په اړه مطبوعاتي کنفرانس کې نور جزیات وړاندی کړي.
د ژوبڼ د چارواکو له خوا زياته شوې: «په نیمه شپه کې د یوې سختې تراژیدي پیښې سره مخامخ سوو. د بیزوگانو ژوبڼ په بشپړ ډول اور واخیست، د جنایي پولیسو له خوا پلټنې پیل سوي.»
د ژوبڼ په حواله د بیزوگانو له پاره دغه ځانگړې ودانۍ په ۱۹۷۵ کې پرانیستل سوې وه چې شاوخوا ۲۰۰۰ مکعب متره مساحت یی درلود. دلته د بیزوگانو بېلا بېل ډولونه ساتل کیدل.