آلمان په کړکیچنو سیمو کې د خبریالانو له پاره مالي مرسته کوي
۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبهد جمعې په ورځ د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۴مه نیټه، د فدرالي آلمان د بهرنیو چارو وزارت د هنا ارینډت په نامه له یوه بنسټ سره چې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې فعالیت کوي،د ۳،۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویليچې «له دغو پیسو به د رسنیو هغه مسلکي کارمندان ګټه پورته کړي چې لا هم په خپلو هیوادونو کې په خپلواکه توګه سره د خپل مسلک له لارې فعالیت کوي.» ټاکل شوې چې په لومړي سر کې به ۳۶۰ کسان چې په بهرنیو هیوادونو کې دي، له دې ماليامکاناتو ګټه پورته کړي.
سربیره پر دې،هغه خبریالان چې کډوالۍ ته اړ شوي او په کډوالۍ کې فعالیت کوي،کولی شي د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له دغه پروګرام څخه برخمن شي.دغه پروګرام د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت او د رسنیو او فرهنګ له پاره د آلمان د کمیسیون له لوري په ګډه عمليکیږي.په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی؛ له طالبانو تازه غوښتنې
له دغو پیسو له وړاندې نه د یوه آزمایښتيپروګرام په چوکاټکې په آلمان او بهرنیو هیواد کې ګټه پورته کیږي چې پکې له افغانستان، اوکراین، روسیې او بلاروس څخه له خطر سره مخامخ خبریالان مرستې ترلاسه کوي.
د دغه پروګرام د مسوولینو په وینا په دغه پروګرام کې بیړني سکالرشیپونه، روزنیز پروګرامونه،د روزنې سیمه ایز پروګرامونه او په دریمو هیوادونو کې د میشتو خبریالانو له پاره مرکزونه او همدا راز په آلمان کې هم ورته پروګرامونه په نظر کې نیول شوي دي.
د آلمان د کلتور او رسنیو کمیسیون له وړاندې نه سږ کال ۴،۲ میلیونه ډالر د جې ایکس فنډ ته ځانګړي کړي چې پرمټ یې سږ کال د اپریل میاشتې راهیسې د رسنیو له شاوخوا ۵۰۰ کارمندانو سره مرستې شوي دي.ټاکل شوې چې په راتلونکي کې به دغه دواړه پروژې د خبریالانو د خوندیتوب په چوکاټ کې سره یوځای او مدغم کړل شي.
آ./ا.خ.ح./ا.ا.