آلمان: په شدیدې ګرمۍ کې د قیلولې د اجازت غوښتنه
۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبهپه دې رووستیو ورځو کې په آلمان کې د ریکارډ تر کچې د ګرمۍ په پام کې نیولو سره د آلمان د سوداګرۍ اتحادیي (ډی. جي. بي) ویلي دي چې دوی به له ادارو او کارفرمایانو یا کار ورکونکو شرکتونو څخه غوښتنه وکړي چې خپلو کارمندانو او کارګرو ته د غرمې ډوډۍ له پاره له ټاکل شوي وقفې سربیره د قیلولې (د ماسپښین لنډ خوب) اجازه هم ورکړي.
د آلمان د سوداګرۍ اتحادیي ویاندې آنیلي بونټن باخ ویلی دي: «د جنوبي اروپا هیوادونه د ګرمۍ د شدیدې څپې پر مهال لا د پخوا څخه داسې کوي او مونږ ته پکار دي چې په آلمان کې هم د قیلولې له پاره وخت ورکړو.»
میرمن باخ زیاته کړې ده چې دا د کارفرمایانو مسئولیت دی چې د سختې ګرمۍ په موسم کې د ماسپښین په وخت کې خپلو کارمندانو ته د آرام کولو له پاره ځای برابرول تضمين کړي.
د آلمان د سوداګرۍ اتحادیي د دغې ویاندې په خبره له قیلولې څخه هدف دا دی چې کارګران او کارمندانو ته د یوازې نیم ساعت د وقفې پر ځای ډیر وخت ورکړل شي: «دا به مرسته وکړي چې خلکو ته د آرام کولو له پاره مناسب ځای برابر شي چې هلته هغوې د یوه ساعت له پاره سترګې پټې او استراحت وکولی شي.»
Haider / Schumacher, Elizabeth/sn.aa