آلمان: په خټه افغان جاسوس په څه کم ۷ کالو بند محکوم شوی
۱۳۹۹ فروردین ۵, سهشنبهد آلمان د پوځ يو پخوانی ترجمان تر هغه وروسته د شپږو کالو او لسو مياشتو بند په سزا محکوم شو چې د ایران پر استخباراتو د دولتي رازونه د پلورنې تور ورباندې ولګول شو.
د کوبلينڅ محکمې د هغه ښځه آسيا ايس. هم له هغه سره د مرستې له کبله په لسو میاشتو تعلیقي بند محکومه کړې ده. د اين ټي وی تلویزيون په حواله د پوځ د يوه ملکي کارمند په توګه عبدل ايس «له خپل موقعیت څخه ناوړه ګټه» پورته کړې او «ځانګړی جدي خيانت» یې کړی دی.
د محکمې له خوا ويل شوي چې په آلمان کې د خيانت جزا لږ تر لږه ۱۵ کاله ده خو قاضي د دې په نظر کې نيولو سره چې دواړو تورنو خپل جرم منلی او تر دې مخه یې نور جرمونه نه دي ترسره کړی، د سزا موده کمه ټاکلې ده.
د محاکمې جريان د محرمو دولتي رازونو د ساتنې په موخه د بندو دروازو تر شا ترسره شو.
عبدل ايس څه کړي ول؟
عبدل ايس چې په کابل کې زيږيدلی، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کالونو ترمنځ یې د اروپا په بېلا بېلو ښارونو کې د ايران له استخباراتي کسانو سره ليدلي ول. دا په داسې حال کې وه چې هغه د کوبلينڅ ښار ته څېرمه په داون ښارګوټي کې د آلمان د پوځ د مشاور په توګه دنده پر مخ وړله.
نوموړي محرم معلومات چې «د آلمان د پوځ د وضعيت نقشې» او همدا راز د «ځينو ځانګړو هيوادونو او موضوعاتو په هکله د آلمان دفاع وزارت ارزونې» پکې شاملې دي، د ۳۴ زره يورو په بدل کې پر ايران پلورلي دي.
عبدل ايس محکمې ته په دې اړه څه ونه ویل چې څه هغه دې کار ته تشويق کړی وو.
نوموړی په ۲۰۱۹م کال کې ونیول شو او روان کال په جنورۍ میاشت کې د محکمې تر پېلیدو دمخه په توقيف کې ساتل شوی وو. د محکمې پريکړه تر اوسه نهايي نه ده معنا دا چې نوموړی د مرافعې دعوا کولی شي.
Bs/nz (Reuters, dpa)