آلمان: په جنورۍ کې د پناه غوښتنې لږ غوښتنلیکونه وړاندې شوي
۱۳۹۸ بهمن ۱۸, جمعهد آلمان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې چې د جمعې په ورځ(د فبرورۍ میاشتې ۷ نیټه) یې اعلان کړلې، د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره (Bamf) کې ۱۲۲۱۲ د پناه غوښتنې نوي غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دا شمیر د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ میاشتې په پرتله ۱۶ سلنه کمښت ښيي. له دې جملې څخه ۲۲۰۸ غوښتنلیکونه د نويو پناه غوښتونکو د هغو ماشومانو دي چې په آلمان کې زیږیدلي دي.
هغه پناه غوښتونکي چې نوي آلمان ته راغلي دي او دلته یي د پناه غوښتنه کړې ده د هغو تر ټولو لویه برخه یې سوریایې مهاجر دي چې شمیر یې ۲۵۹۳ تنو ته رسیږي. تر دې وروسته عراقي پناه غوښتونکي دي چې شمیر یې ۱۰۳۴ او په همدې موده کې ۷۷۹ تنو ترکي اتباعو هم په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
په همدې ترتیب سره افغانستان، ایران، ګرجستان او مولداویا د هغو هیوادونو د کتار په سر کې ځای لري چې اتباعو یې په جنورۍ میاشت کې په آلمان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، وویل چې د پناه غوښتونکو په راتګ کې دغه کمښت د آلمان حکومت له خوا د پورته شویو اقدامات او د مهاجرو د مدیریت او تنظیم په برخه کې د نیول شویو تدابیر پر بنسټ رامنځته شوی دی.
نوموړي په عین وخت کې د اروپا د بهرنیو سرحدونو د حفاظت په برخه کې پر پرمختګونو، او د ده له خوا د اروپا د مهاجرت په سیاست کې پر وړاندیز کړو اصلاحاتو ټینګار وکړ. زیهوفر وویل: «په مجموع کې د مهاجرت فشار ډیر لوړ پاتې کیږي.»
له همدې امله به د مهاجرت سیاست د روان کال په دویمه نیمایي کې د اروپایي اتحادیې د شورا د مشرۍ له پاره د ټاکنیزو کمپاینونو یوه مهمه موضوع وي.
د اتحادي ګوندونو د فرانکسیون د داخلي سیاست ویاند ماتیاس میډلبیرګ، ټینګار وکړ چې دا موضوع ښایې خوشحاله کونکې وي چې په همدې منځ کې یعنې د تیرو دریو یا څلورو کلونو په پرتله آلمان ته د مهاجرو په راتګ کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی دی.
د مدیترانې په ختیځه حوزه کې د خراب وضعیت په پام کې نیولو سره د خطر د لیري کیدو څرک نه معلومیږي. د اروپايي کمیسیون له خوا د اصلاحاتو پيشنهاد شوی وړاندیز باید ډیر ژر عملي شي. میډلبیرګ وویل: «موږ بالاخره داسې یو سیستم ته اړتیا لرو، چې له مخې د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې بهیر چټک شي او په عین وخت کې د مهاجرو منتاسب ویش ته لاره هواره کړي، خو نه دا چې د نورو مهاجرو د راجلبولو سبب شي.»
آژانسونه: ش.ن/ن.ز