آلمان يوه افغانه ایران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه کوي
۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبهد آلمان محکمې د آلمان د پوځ د يوه پخواني غړي پر ضد، کوم چې ايران ته په جاسوسي تورن دی، شکايت چمتو کړی دی. په کالسروهه ښار کې د آلمان د يوې محکمې په خبره، افغان الاصله آلمانۍ، آسيه س. «هیواد ته په خیانت کې د ښکيلتيا» په تور، د کوبلنز ښار په عالي محکمې کې محاکمه کیږي.
آسيه په دې تورنه ده چې خپل خاوند څخه يې چې د ايران امنيتي ادارو ته يې جاسوسي کوله، ملاتړ کړی دی. د آسيه خاوند، عبدالحميد س، تر دې وړاندې په دې تورن شوی وو چې د آلمان په پوځ کې يې د سلاکار په مقام کې پټ حکومتي رازونه د ايران حکومت ته ورکړي دي.
عبدالحميد د آلمان په راينلند- فلز ايالت کې د پوځ په يوه اداره کې کار کاوه. هغه د خپلې دندې د نوعيت له مخې، مهمو حکومتي معلوماتو ته لاسرسی درلود، لکه په افغانستان کې د آلماني ځواکونو اوسیدل. په احتمالي توګه عبدالحميد به د آلمان د نورو مهمو سيمو امنيتي دستګاه ګانو په اړه معلوماتو ته هم لاسرسی درلود.
نوموړی په جنوري میاشت کې ونيول شو او له هغه وخت راهيسې په توقيف کې دی. په پام کې د چې د هغه محکمه د راتلونکې کال په جنورۍ مياشت کې پیل شي.