آلمان نور افغانان هم راانتقالوي
۱۴۰۳ اسفند ۲۲, چهارشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزارت د آلمان له پاره بديل ګوند (آ اف دي) د پارلماني فراکسیون د پوښتنې په جواب کي ویلي دي چي «د اوسني وضعیت له مخې» د يوې ډلي هغو افغانانو د انتقال له پاره يوه بله چراتر الوتکه پلان سوې ده، چي د منلو ژمني يې ترلاسه کړي دي.
په وروستیو دوو اونیو کي هم هغه افغانان چي د جرمني د حکومت له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړي وې، په دوو چارتر الوتکو کي له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سول.
۱۵۵ افغانان د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۲۵مه او ۱۳۲ نور کسان د مارچ مياشتي پر ۶ له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سول.
اړوند:آلمان له پاکستان څخه نور افغانان هم انتقال کړل
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د (آ اف ډي) گوند د پارلماني فراکسیون په جواب کي ویلي دي، چي هغه کسان چي په پلان کي دي په یوه بل پرواز کي آلمان ته انتقال سي، داسي کسان دي چي د آلمان د منلو پروگرام په چوکاټ کي یې د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي.
نوموړي وزارت زیاته کړې ده:«د چارتر نورو الوتنو ته اړتیا سته تر څو د منلو د بااعتباره ژمنو په لرلو سره کسان په یوې منظمي پروسې او امنیتي ستندردونو په رعایتولو سره آلمان ته راوستل سي.»
نوموړي وزارت د دغو افغانانو د شمېر او آلمان ته د هغوی د انتقال د احتمالي نیټې په هکله معلومات نه دي ورکړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند مخکي د دوشنبې په ورځ په برلین کي وویل چي لاهم ۲۸۰۰ افغانان چي په ځانگړي توگه له گواښ سره مخامخ او د افغانانو له پاره د جرمني د منلو د پروگرام په چوکاټ کي د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي، آلمان ته د سفر په تمه دي.
اړوند:اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي
آلمان ته د افغانانو انتقال له انتقادونو سره هم مخامخ دی. د محافظه کاره او همدارنگه مهاجرت ضد «د آلمان له پاره بدیل» گوند د دغو پروازونو د بندیدو غوښتنه کوي.
په پارلمان کي د «آ اف دي» گوند استازي لایف-اریک هولم، چي دغه موضوع یې د کورنیو چارو له وزارت څخه پوښتلې ده، د دغو پروازونو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کوي. هغه وویل چي د آلمان راتلونکی حکومت باید افغانانو ته د منلو ورکړل سوي ژمني «سمدستي» لغوه کړي.
اړوند:تر ۱۵۰ ډیر له خطر سره مخامخ افغانان المان ته انتقال شوي
مسیحي دیموکرات اتحاد او مسيحي سوسیال اتحاد محافظه کاره گوندونه له سوسیال ډیموکرات گوند سره په مقدماتي خبرو اترو کي د ائتلافي حکومت د جوړیدو په هدف دغې هوکړي ته ورسیدل چي د مهاجرو د منلو داوطلبانه برنامې د امکان ترحده په ټپه ودروي.
خو د آلمان اوسنی حکومت ټینگار کوي چي د منلو هغه ژمنې چي پخوا، له گواښ سره مخامخ افغانانو ته ورکول سوي دي، له قانوني پلوه د اعتبار وړ دي، که څه هم چي افغانانو ته د منلو نوري ژمني نه ورکول کیږي.