ولې له ۲۰۰ زرو زيات مهاجرین د جنورۍ په اوله زیږیدلي ؟
۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبهپه آلمان کې د ۲۰۱۴م کال را پدیخوا د راغلو پناه غوښتونکو له ډلې څخه د روان کال تر جولای میاشتې پورې ۲۰۷ زره او ۳۴۷ پناه غوښتونکي داسې کسان دي چې په آلمان کې یې د زیږیدنې نیټه د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې سره برابره ده.
دغه معلومات د کورنیو چارو د وزارت له لوري په پارلمان کې د آلمان له پاره د بدیل ګوند «اې. ایف. ډې» د غړي انتون فریسین د یوې پوښتنې په ځواب کې خپاره کړي دي. د شمیرو له مخې په دې ډله کې په دقیقه توګه ۱۲۵ زره او ۴۰۸ داسې مهاجرین دي چې له ۲۰۱۵م کال وروسته آلمان ته راغلي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دې موضوع د توضیح کولو په هکله لیکلي چې د جنوري لومړۍ نیټه هغه وخت د مهاجرینو د زیږیدنې د تاریخ په توګه ثبتیږي، کله چې یو پناه غوښتونکی د هویت اسناد او پاسپورت ونه لري او یوازې د زیږیدنې کال ورته معلوم وي. یاد وزارت وايي چې زیاتره مهاجرین د خپلې زیږیدنې په دقیقه میاشت او ورځ نه پوهیږي نو له دې کبله د جنوري میاشتې لومړۍ نیټه د دوی د زیږیدنې د ورځې په توګه ثبتیږي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغه موضوع د تشریح کولو په هکله همدا راز ویلي چې په ځینو هیوادونو کې او په ځانګړې توګه د دغو هیوادونو په لیرې پرتو سیمو کې، حکومتي ادارې په کال کې یو ځل د زیږیدلو ماشومانو معلومات ثبتوي. د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د ځوانانو او ماشومانو د ادارې له لوري هم د هغو شمیر کم سنه مهاجرینو د زیږیدنې ورځ د جنورۍ میاشتې لومړۍ نیټه ټاکل کیږي، کوم چې د هویت اسناد په لاس کې ونه لري.