آلمان ـ د رد سوو مهاجرو لپاره «درې جمع دوه قاعده» څه ده؟
۱۳۹۷ شهریور ۹, جمعهپه آلمان کي د پناه مستحق کس ته پناه ورکول کېدل د دغه هيواد د اساسي قانون برخه ده. د دې تر څنګ د ژنيو د نړيوالو تړونونو په ترڅ کي هم پناه غوښتونکو ته پناه ورکول کيږي. خو په آلمان کي د سياسي پناه تر لاسه کولو له پاره يو شمير شرايط سته چي زيات پناه غوښتونکي هغه نه پوره کوي او له دې کبله رديږي. که د دغه رد سوي کس اصلي هيواد ته د هغه د اخراج پر وړاندي خنډونه موجود نه وي، نو دغه کس له آلمان څخه خپل هيواد ته اخراجيږي.
خو د «درې جمع دوه» قاعدې يا اصل له مخي رد سوي مهاجر د دې چانس تر لاسه کوي چي په آلمان کي پاته سي. دغه قاعده يا اصل د آلمان په بيلو فدرالي ايالتونو کي په تفصيل کي لږ فرق لرلی سي او په دې تړاو د هر ايالت جلا مقننه اوامر سته.
«درې جمع دوه» اصل څه دی؟
د «دري جمع دوه» قاعدې معنی دا ده چي هغه پناه غوښتونکی چي په آلمان کي يې يوه مسلکي يا حرفوي زده کړه پېل کړې وي او قانوني شرايط پرځای کوي، نو که رد سوی پناه غوښتونکی هم وي کولای سي چي خپلې زدکړې پای ته ورسوي او د هغه وروسته دوه کاله کار هم کولای سي. په دې توګه دغه پناه غوښتونکی د (Duldung) په نوم د ياد وخت له پاره د پاته کېدو سند تر لاسه کوي. دا چي په آلمان کي عموما حرفوي زدکړي درې کاله وي نو له دې کبله دغه اصل ته ياد نوم ورکول سوی، يعني د درې کاله زدکړو او د دوو کالو کار کولو اجازه. خو د دې له پاره هغه مهم شرط دا دی چي دغه کس به د حرفوي يا مسلکي زدکړو لاسليک سوی قرارداد لرونکی وي. د «درې جمع دوه» قاعدې بنسټ د آلمان د اقامې قانون جوړوي. دا چي ايا يو کس د دغې قاعدې له مخي په آلمان کي د پاته کېدو مستحق دی که نه، دا فيصله د اړونده ناحيې يا ښار اړونده چارواکي يا (Ausländerbehörde) کوي. که يو کس د پناه غوښتونکي په توګه قبولي تر لاسه کړي نو بيا د «درې جمع دوه» قاعده ورباندي اطلاق نه کوي.
«درې جمع دوه» کوم شرايط لري؟
له دې څخه تر مخه چي د دغې قاعدې د اطلاق يا نه اطلاق ارزونه وسي، بايد د پناه غوښتنې دوسيه په بشپړه توګه د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ادارې یا بامف (BAMF) له خوا منفي فيصله سوې وي. که د پناه غوښتنې د ردېدو ياده فيصله سوې وي نو د هغه وروسته بيا اړونده (Ausländerbehörde) د ارزونې خپل کار پېلولای سي چي ايا د «درې جمع دوه» قاعده اطلاق مومي که نه.
ياد چارواکي په دويم قدم کي دا ارزوي چي ايا داسي دلايل خو به نه وي موجود چي د عریضه کوونکي له پاره د «درې جمع دوه» قاعدې د اطلاق پر ضد دلالت کوي. د بېلګي په توګه ايا دغه مهاجر خو به د خپل هويت او تابعيت په تړاو ناسم معلومات نه وي وړاندي کړي؟ دغه کس خو به صرف په دې مقصد آلمان ته نه وي راغلی چي د پناه غوښتونکو له پاره د آلمان مالي مرستي تر لاسه کړي؟ دغه کس خو به د داسي هيواد سره تړاو نه لري چي د خوندي هيوادونو په ليسټ کي شامل وي؟ که دغه پوښتني مثبت جواب سي نو بيا د «درې جمع دوه» قاعده اطلاق نه مومي. هره دوسیه په انفرادي توګه څیړل کیږي. پر يوې ډلې باندي په ډله ییزه توګه د دغې قاعدې اطلاق ممکن نه دی.
ایا کومه استثنأ موجود ده؟
يا، دغه قاعده صرف پر هغو کسانو اطلاق کولای سي چي د پناه غوښتني دوسيه يې پای ته رسېدلې وي او دغه کس يې له مخي رد سوی وي. دا چي د پناه غوښتنې دوسيه پای ته رسېدلې ده، د دې له پاره د بامف له خوا اړونده سند اړين دی. خو د هغه باوجوده چارواکي په استثنايي توګه د يو پناه غوښتونکي له پاره دا فيصله کولای سي چي ايا هغه د حرفوي زدکړو د پېل اجازه لري که نه. د دغه ډول استثنأ له پاره ګټور حقايق دا کيدلای سي چي دغه پناه غوښتونکي خپل هويت تثبيت کړی وي، د پناه غوښتنې په پروسه کي د اصولو مانع نه وي پاتي سوی او اړين معلومات يې وړاندي کړي او همکاري يې کړې وي، ښه آلماني ژبه يې زده وي او په آلمان کي اوږده موده اوسېدلی وي، د قبولۍ زيات چانس ولري او د حرفوي زدکړو امکان ورته برابر وي. خو دغه استثنأ د «درې جمع دوه» اصول په رڼا کي نه بلکه د هغه څخه د بيلي فيصلې په ترڅ کي منل کيدلای سي.