آلمان: د يوه ژوبڼ پر ژويو د کريسمس تحفې ويشل شوي
۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبهکله چې د ويلهيلم د ژويو او بوټو پيژندنې په يوه بڼ کې سانتا يا پاپا نويل د کريسمس تحفې ويشلې، نو ترلاسه کوونکو یې په ډېر صبر سره خپلې تحفې ترلاسه کړې.
په ټوله کې گوريلا، بونوبو يا کوچنې چمپانزي او اورنگ اوتان بيزوگانو ته ۱۰۶ تحفې ورکړل شوې دي او هغوی ډيره منندوی ښکاريدل.
غځيدلي لاسونه
کله چې دې بيزوگانو ته تحفې ورکول کيدلې نو پرته له دې چې يو له بل مخکې يا يو بل ريشخند کړي، په خوښۍ يې خپلې تحفې ترلاسه کړې. په دغو تحفو کې د جوارو پلۍ، ممیز او يو ډول د مڼو او وړو جوړ خواږه خواړه شامل ول. بونوبو او اورنگ اوتان د کريسمس خپلو دې سوغاتونو ته چې د تحفې په کاغذونو کې پيچل شوي ول، په يو ډول غږونو سره خپله خوښي څرگنده کړه.
دا لومړی ځل نه دی چې په ويليهما ژوبڼ کې بیزوگانونو ته په دې موخه چې د خوښۍ يو څه احساس ورکړل شي، تحفې او سوغاتونه ورکول کيږي.
په دې پارک کې د بیزوگانو څو ډوله ساتل کیږي چې موخه يې د هغوی په اړه نور تحقيق او څيړنې دي. دلته ساتل کېدونکي گوريلا، بونوبو او اورنگ اوتان د بیزوگانو هغه ډولونه دي چې لکۍ نه لري او همدا راز ستر مغز او اوږد عمر لري.
bs/nz (John Silk)
زموږ له آرشيف څخه: