د مهاجرو اداره د پناه غوښتونکو پر دوسيو کارونه محدودوي
۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سهشنبهيوازي هغه پناه غوښتونکي خپله عريضه وړاندي کولای سي چي د کرونا تِست يې منفي وي او يا يې هم په قرانطين کيې ۱۴ ورځي تيري کړي وي.
د پناه غوښتني په پروسه کي د هغوی انترويو گاني هم په همدې مقرراتو کي شاملي دي. لکه څنگه چي د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند، د سه شنبه په ورځ خبر ورکړی دی، په دې اړه د پوښتنو گرويږنو او اقامې دعوي پروسه به د مارچ تر ۲۹ مي پوري وځنډيږي.
علاوه پر دې بايد دا معلومه سي چي آيا داسي شواهد په لاس راغلي چي منل سوو مهاجرو به د پناهندگۍ د عريضې د وړاندي کولو پر وخت د ځان په هکله غلط معلومات ورکړي وي که څنګه.
د آلمان حکومت لا تر اوسه دا پريکړه نه ده کړې چي هغو خارجيانو ته چي غواړي په آلمان کي د پناه غوښتنې عريضه وړاندي کړي، او له دوشنبې ورځي راهيسي د سرحدونو د تړلو له امله بند پاته دي، د تيريدو اجازه ورکول سي او که څنگه. په دې اړه سلامشورې لا ادامه لري.