آلمان د قونسلي چارو له پاره د طالبانو دوه استازي مني
۱۴۰۴ تیر ۳۰, دوشنبهد آلمان د حکومت ویاند شتیفن کورنلیوس، نن دوشنبه د ۲۰۲۵م کال د جولای پر ۲۱ تایئد کړه چې د افغانستان قونسلي چارو کې یې د طالبانو دوه استازي منلې دي.
مخکې له دې د «فرانکفورتر الګیماینه» ورځپاڼې خبر ورکړی وو چې آلمان غواړي د طالبانو سره د اخراج سويو افغانانو د منلو په بدل کې د دوی دوه استازي په قونسیلي چارو کې ومني.
دا په داسي حال کې ده چې تیره اونۍ د آلمان حکومت ۸۱ افغان پناه غوښتنکي بیرته افغانستان ته اخراج کړل. د المان د کورنیو چارو د وزارت په حواله، افغانستان ته اخراج شویو افغان کډوالو په المان کې درانه جرمونه کړي ول.
د المان د حکومت غبرګون
د آلمان حکومت یوه ویاند وویل چې هوکړه سوې چې د افغانستان «دوه اداري استازي» به د قونسلګرۍ چارې مخته یوسي څو د افغانانو د اخراج پروسه لا هم اسانه شي.
هغه زیاته کړه چې د المان فدرالي حکومت په خپل ایتلافي تړون کې دا شامله کړې چې دوی به په سیستماتیک ډول رد شوي پناه غوښتونکي بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي، په ځانګړي توګه هغه کسان چې په المان کې یې جرمونه کړي وي، او دا چې په خبره یې د دې کار له پاره یوازي یوه الوتنه کافي نده.
کورنیلیوس وویل چې موږ په افغانستان کې د اوسني ډیفاکټو رژیم سره منظمې تخنیکې اړیکې لرو، او د دې تبادلو او اړیکو سره سم، دا موافقه شوې چې دوه افغان اداري استازي به دلته د افغان قونسلګرۍ په چارو کې دخیل وي ترڅو د پلان شويو ستنیدنکو افغانانو ملاتړ وشي.
د طالبانو غبرګون څه دی؟
د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې موضوع نهایي شوې نه ده. هغه زیاته کړه: "ټوله خبره د خبرو اترو په کچه کې ده."
د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ په مکرر ډول له آلمان څخه د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراجونو په پلي کولو ټینګار کړی دی.
مخکې تر دې چې المان ته د طالبانو د قونسلي چارو د استازو د استولو راپور ورکړل شي، د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو: «که اوس طالبان افغانان دلته د استازي په توګه راولېږي چې کېدای شي وروسته په برلین کې کار وکړي، دا کار حتی له دېپلوماتیکې رسمیت پېژندنې پرته هم عملي کېدای شي. که موږ دلته د هغو ستونزو لپاره چې غواړو حل یې کړو، د اړیکو له پاره یو کس ولرو، زه په دې کې کومه ستونزه نه وینم.»
دا دوه استازي څوک دي؟
د فرانکفورت آلګیماینه آلمانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو لخوا د قونسلګرۍ د اداري چارو له پاره د دوو استازو نومونه برلین ته لیږل شوي او د دوی د منلو پروسه روانه ده او زیاتوي چې دوی به "ډیر ژر" آلمان ته ورسیږي.
د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې هم دا خبر تایید کړی خو د "قونسلګرۍ د استازو" په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه.
خو د فرانکفورت الګیماینه ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې دغو دوو کسانو پخوا د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د قونسلګرۍ په برخه کې دنده ترسره کړې وه او په انګلیسي ژبه ښه پوهیږي.
سربیره پردې، ویل کیږي چې دا کسان لا تر اوسه د افراطیانو په توګه نه دي څرګند شوي.
د المان صدراعظم فریدریش میرڅ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د طالبانو له ادارې سره به اړیکې په تخنیکي کچه پاتې شي او دوی به د طالبانو اداره په رسمیت ونه پیژني. په دې توګه المان به د اروپايي ټولنې لومړنی هیواد وي چې دا ډول ګام پورته کوي.
که څه هم دا کسان به یوازې د قونسلګرۍ په برخه کې کار وکړي او د ډیپلوماتانو حیثیت به ونلري، خو د طالبانو اداره، چې په نړیواله کچه منزوي شوې او په بې صبرۍ سره هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره خپله ښکیلتیا زیاته کړي، دا به دوی له پاره یوه دپلوماتیکه بریاه وي.
اوسمهال په المان کې یوازې په مونیخ کې د افغانستان قونسلګرۍ او په برلین کې د افغانستان سفارت لخوا صادر شوي رسمي اسناد د طالبانو د ادارې لخوا منل کیږي. په دغو سیاسي نمایندګیو کې هغه ډیپلوماتان کار کوي چې د طالبانو لخوا نه دي لیږل شوي بلکې د پخواني حکومت تر نسکوریدو ترمخه یې په دې هیواد کې کار کاوه.