آلمان زلزله ځپلو سره ۲ اعشاریه ۱ میلیون یورو مرسته کوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعهد آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل چې دغه وزارت به د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو ته د ۲ اعشاریه ۱ میلیون یورو (دوه نیم میلیون ډالر) بېړنۍ مرستې چمتو کړي.
دغه مرستې په دغه طبیعي ناورین کې اغیزمن شوو خلکو ته په چټکۍ د مرستو او خدماتو د رسولو په خاطر په نظر کې نیول شوي دي.
په افغانستان کې وروستۍ زلزله د یکشنبې په ورځ په شرقي ولایت کونړ او شاخوا سیمو کې ېې وشوه چې د طالبانو د ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان پکې مړه شوي او تر ۳۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
نور ولولۍ: د زلزلې ځپلي سيمي ځايي خلک څه وايي؟
د ملګرو ملتونو سازمان زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې او ويلي دي چې په سیمه کې د روغتيايي خدماتو عرضه له سخت فشار لاندې ده او په عین حال کې د دارو درملو او روغتیاپالانو کمښت موجود دی.
د مهاجرت نړېوالې ادارې مشر فليپو ګراندي ويلي چې د افغانستان په شرق کې وروستۍ زلزلې «له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغیزمن کړي دي.»
د رپوټونو مطابق تر اوسه د روسیې او قطر په ګډون ځينو نورو هېوادونو هم افغانستان ته بېړنۍ مرستې رسولي دي.
آرشیف: