آلمان بیا رد شوي افغان پناه غوښتونکي اخراجوي
۱۳۹۸ خرداد ۲۶, یکشنبهد افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې د دغو رد شویو پناه غوښتونکو الوتکه به د سه شنبې په ورځ سهار وختي کابل ته ورسیږي.
دا به د ۲۰۱۶ کال له دسمبر میاشتې راهیسې د دغه شان رد شویو پناه غوښتونکو ۲۵مه ډله وي چې افغانستان ته رسیږي. آلمان تر اوسه پورې په ۲۴ پروازونو کې ۵۸۹ افغانان بیرته خپل هیواد ته استولي دي.
له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو اخراج په دې هیواد کې یوه بحث پاروونکي موضوع ده ځکه مخالفین یې وایي چې افغانستان دې ته مناسب نه دی چې رد شوي پناه غوښتونکې دې ورته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اپریل میاشتې په پای کې د مهاجرو نړیوال سازمان یا IOM د آلمان په ګډون له اروپا څخه د اخراج شویو پناه غوښتونکو له پاره د موقتي استوګنځای برابرولو بهیر ودراوه. د دې پر ځای اوس دغه اداره کابل ته رسیدونکو رد شویو پناه غوښتونکو ته ۱۶۷ ډالر ورکوي. د مهاجرو نړیوال سازمان وایي چې ځکه یې دا کار کړی دی چې افغانستان ته یوازې شپږ سلنه رسیدونکو رد شویو پناه غوښتونکو د موقتي استوګنځای غوښتنه کوله.
(ms/kh (dpa
زموږ له ارشیف څخه