آلمان: برلين کې ډزې شوي، درې تنه ټپيان دي
۱۳۹۹ دی ۶, شنبهد برلين په کرويڅبرګ ناحيه کې نن سهار لږ تر لږه درې تنه د ډزو په واسطه ټپيان شوي دي. اطفايې د دريو تنو رپوټ ورکړی دی چې روغتونو ته انتقال شوي دي.
ژغورونکو ځواکونو او بېړنيو ډاکټرانو د اطفايې د يوه وياند په حواله په ډزو د ژوبل شويو دغو کسانو درملنه کړې ده. پوليسو لومړی له څلورو زخميانو څخه خبرې کړې وې.
د پېښې ځای ته په درنو وسلو سمبال پوليس رسېدلي او په عاملينو او نورو ټپيانو پسې يې لټون شروع کړی دی. د پېښې ځای د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند مقر ته څېرمه پروت دی چې د پاسه يې اوس يوه چورلکه هم تاويږي.
د پېښې د انګيزې په هکله پوليسو څه نه دي ويلي. دا چې ماموريت يې لا جريان لري، نو په هکله يې هيڅ ډول څرګندونې هم نه دي کړې. په برلين کې وار په وار د بېلابېلو ډلو او فاميلونو تر منځ نښتې کيږي.
په دې وروستيو کې د کرويڅبرګ په سيمه کې په يوه ۲۹ کلن سړي باندې ډزې شوې وې. دغه بريد لسو تنو تر سره کړی وو چې د هغه د اپارتمان تر څنګ يې د هغه پر موټر باندې هم بريد کړی وو.
آ./ن.ص./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(26.02.2017):