اوکراين ته د استول کيدونکو وسلو د واټن محدوديت له منځه وړل
۱۴۰۴ خرداد ۶, سهشنبهد آلمان صدراعظم، فریدریش میرڅ د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د می ۲۶ مه) اعلان وکړ چې له فرانسې، بریتانیې او امریکا متحده ایالاتو سره په گډه به د هغو وسلو د هدف ویشتلو د واټن محدودیت لغوه کړي چې اوکراین ته یې لیږي.
هغه په برلین کې د WDR په نوم آلمانۍ رسنۍ په نوښت "اروپایي کنفرانس" کې وویل: «اوکراین ته د وسلو په تأمینولو کې نور د هدف ویشتلو د واټن هیڅ ډول محدودیت وجود نه لري، نه د بریتانیې او نه هم د فرانسې له پاره. نه زموږ او نه هم د امریکایانو له خوا.»
میرڅ زیاته کړه:«په دغې پریکړې سره اوس اوکراین کولای سي له ځانه لا ښه دفاع وکړي. د مثال په ډول په روسیه کې پر پوځي اډو باندي د برید له لارې... د ځینو استثناوو سره، هغه څه چې تر اوسه یې سرته نه سوای رسولای او اوس کولای سي دغه کار سرته ورسوي.»
دآلمان صدراعظم همدارنگه د ایکس په شبکه کې د یوه پوسټ د خپرولو له لارې خپل دریځ تکرار کړ او ویې ویل:« موږ د هغه څه په مرسته چې په توان کې یې لرو، له اوکراین څخه به خپل ملاتړ ته ادامه ورکړو.»
روسیې دغه پریکړه « خطرناکه» وبلله
کریملن د میرڅ، د وینا په غبرگون کې ویلي دي چې د هغو وسلو د ویشتلو د واټن د محدودیت لغوه کول چې لویدیځ یې اوکراین ته استوي، کیدای سي » خطرناک« وي.
د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف، روسي خبریال الکساندر یوناشف، ته وویل:« که داسي یوه پریکړه واقعاً رامنځته سوې وي، د یوې سیاسي حل لارې له پاره زموږ له غوښتنو سره په ټکر کې ده. دا یوه بشپړه خطرناکه پریکړه ده ، که هغه رامنځته سوې وي.»
روسیې له ډیره وخته راهیسې اوکراین ته د لویدیځو هیوادو له خوا د لیري واټن ویشتونکو توغندیو استول غندلي دي. کریملن همدارنگه کیف ته د تاروس د توغندیو د سیستم د استولو په اړه آلمان ته خبرداری ورکړی دی.
په اوکراین کې د لویدیځ د لیري واټن ویشتونکي وسلې
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین باندي د روسیې د بشپړ یرغل په پیل کې، لویدیځو هیوادونو اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو وسلو له لیږلو سره لیوالتیا نه درلوده ، تر څو د شخړې د زیاتیدو مخنیوی وکړي.
خو بریتانیا او فرانسې کیف ته کروز توغندي لیږلي دي چې شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره پورې واتن ویشتلی سي.
د ۲۰۲۴ م کال په نومبر کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جو بایدن، اوکراین ته اجازه ورکړه چې په روسیه کې د اهدافو د ویشتلو له پاره د «اتاکمز» له توغندیز سیستم څخه کار واخلي.
میرڅ د تاروس توغندي ته اشاره ونکړه
د اولاف شولڅ، په مشرۍ د آلمان پخواني حکومت له کیف څخه ډیر زیات ملاتړ کاوه، خو د ۵۰۰ کیلومتره پورې د ګوزار کوونکو، د لیري واټن ویشتونکو توغنیدو له استولو څخه یې ډډه کړې وه څو د کړکیچ له زیاتیدو څخه مخنیوی وکړي.
میرڅ مخکې له دې اوکراین ته د تاروس دتوغندیو د سیسټم له سپارلو څخه ملاتړ کړی و، خو د دوشنبې په ورځ یې د تاروس نوم وانه خیست. د جرمني نوی حکومت اوس غوره ګڼي چې نور اوکراین ته د لیږل سویو وسلو ډول اعلان نه کړي.
روسیې خبرداری ورکړی چې که اوکراین د ترانسپورتي زیربناوو د برید له پاره د جرمني له خوا جوړ سوي تاروس توغندي وکاروي، نو دا به په دغه شخړه کې د برلین "مستقیم ګډون" وگڼل سي.