آلمان: افغان ټرینر د فوټبال د روزنې پر مهال ساه ورکړه
۱۴۰۴ تیر ۱۲, پنجشنبهد جرمني د زاکسن ایالت د ریزا په ښار کی د آلمان د فوټبال د راتلونکي نسل د ټرینینگ پر مهال چی د دوشنبه په ورځ د بایرن مونشن د مشهور کلب له خوا پر لاره اچول سوی ؤ ، د هغه افغان ټرینر خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د رسنیو د رپوټونو له مخې ، اصغر نظري چی په افغانستان کی زیږیدلی دی ، د دوشنبه په ورځ د غرمې د تفریح پر وخت د فرالپي ارینا د میدان پر چمن بې هوښه سو او د ژغورونکې عملې له سمدستي لاس په کار کیدو سره سره یې ، څو شیبې وروسته په روغتون کی ساه ورکړه.
د ریزا له ښار او د هغه له شاوخوا څخه ۱۱۹ نجوني او هلکان په ډیرې خوشحالۍ سره د پنځه ورځني تمرین له پاره د بایرن مونشن له دغه ټرینر سره یو ځای سوي وو ، خو وروسته د زده کړې دغه برنامه لغوه سوه.
د «بي اِس گ شتال ریزا» کلب چی د زده کړې دغه کمپ له پاره د بایرن مونشن له کلب سره درې کلن قرار داد لري ، ویلي:« اصغر د غرمې د تفریح پر وخت د فرالپي ارینا د میدان پر چمن بې سده سو. له غرمې وروسته مو دغه ناوړه خبر ترلاسه کړ چی اصفر په روغتون کی ساه ورکړې ده.»
د بایرن مونشن کلب ، مړه سوي ټرینر او د هغه کورنۍ ته د درناوي له امله د زده کړي دغه کمپ مخکی له وخته رخصت کړ. نوموړي کلب د پیښې جریان او د دغه ټرینر مړینه د آلمان خبري آژانس ته تأئید کړې ده.
بایرن خپله ژوره اندیښنه ښودلې
د بایرن مونشن کلب د یوه ایمیل له لارې والدینو ته لیکلي دي:« په ریزا کی د اِف سي بایرن د کیمپ د ټرنینگ پر وخت دغې غمجنې پیښې موږ ټول سخت اندیښمن او حیران کړي یو. داسي یو حالت په ژبه نه سي بیانیدلای، زموږ فکر او ژوره خواخوږي د هغه له کورنۍ، خپلوانو او ملګرو سره ده.»
سربیره پردې دغو کوچنیانو ، والدینو او ټرینرانو ته د راوني پالنې وړاندیز هم سوی دی.
دغه مړ سوی ټرینر په اتریش کی له ۱۳ کلونو کم د تنکي ځوانانو یو ټیم ته ټرینینگ ورکاوه. په اتریش کی د «تی اس فاو هارتبرگ» په نوم د هغه د ټاټوبي ټولنې په انستاگرام کی لیکلي دي:« هغه په خپل مهربانه، مسلکی او مرستې ته چمتو چلند سره ، د لوبو کوونکو ، والدینو ، همکارنو او مسؤلینو په منځ کی ډیر محبوبیت درلود . د هغه ناڅاپي مړینه به زموږ په ټیم کی ژوره تشه رامنځته کړي.»