آلمانۍ چارواکې د منلو ژمنو لرونکو افغانانو د لېږد غوښتنه کوي
۱۴۰۴ تیر ۱۰, سهشنبهد آلمان حکومت په اوس وخت کي د پناه غوښتونکو د داوطلبانه منلو برنامې په ټپه درولي دي، چي له امله یې د منلو د ژمنو درلودونکي افغانان هم اغیزمن سوي دي.
د آلمان د حکومت د مهاجرو د چارو مسؤوله ناتالی پاولیک، ټینگار کوي چی دغه افغانان باید د آلمان له خوا ومنل سي.
پاولیک، په برلین کي چاپ سوي ورځپاڼي «تاڅ» ته وویل: «آلمان باید خپلو ژمنو ته وفادار پاته سي. دغه کسان باید د منلو چانس ترلاسه کړي.»
د آلمان د حکومت د مهاجرو چارو مسؤولې څرگنده کړه چي آلمان ددغو کسانو په وړاندي مسؤولیت لري: «له ځانګړي خطر سره مخامخ اشخاصو له پاره د منلو دغه پروګرام، د مهاجرت د قانوني او خوندي لارو له پاره یوه مهمه وسیله ده.»
د آلمان د حکومت احصائې ښيي چي د جون مياشتي په نیمایي کي شاوخوا ۲۳۰۰ هغو کسانو چي د آلمان د منلو ژمنې یې ترلاسه کړې وې، په پاکستان کي آلمان ته د انتقال په تمه ول. دغو افغانانو د بیلابیلو برنامو له لارې د آلمان له خوا د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي او په افغانستان کي د طالبانو تر واکمنۍ لاندي ځانونه په خطر کي ویني.
د منلو پروګرام د توقف په هکله د ائتلافي گوندونو هوکړه
په آلمان کي د ائتلافي حکومت د تشکیل په تړون کي د مسیحي ډیموکراټ، مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکراټ گوندونو هوکړه وکړه چي د پناه غوښتونکو له پاره د منلو ټولې برنامې د امکان ترحده پای ته ورسوي.
فعلاً دغه برنامې ځنډول سوي دي او حکومتي چارواکو ویلي دي چي په دې اړه پلټنه کوي چي د ائتلاف د تړون دغه ماده څه ډول عملي کیدای سي.
مخکې له دې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد په پارلمان « بوندستاگ»کي د پوښتنو او جوابونو په غونډه کي ویلي ول: «چیري چي مو په قانوني ډول د منلو ژمني کړي دي، البته هغو ته به ژمن پاته سو.»
اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی
د آلمان پخوانۍ صدراعظمي انگیلا میرکل، هم په دې وروستیو کي ویلي دي چي د آلمان حکومت د هغوافغانانو پر وړاندي چي د منلو ژمني یې ترلاسه کړي دي، مکلفیت لري او باید د حل یوه لار پیدا کړي.
پاولیک، زیاته کړې ده چي هڅه کوي د بیرته میشتیدو په نوم برنامه له سره پیل کړي. په دغه پروګرام کي له دریمو هیوادونو څخه هغه مهاجر منل کیږي چي د پناه غوښتونکي په توگه په رسمیت پیژندل سوي وي.
هغې وویل: «په دغو برنامو سره موږ کولای سو د یوه منظم او انساني مهاجرت په بهیر کي ونډه واخلو.»