آلمانی سیاستوال په خپل کور کې مړ موندل شوی
۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبهپولیسو د یکشنبې په سهار د آلماني د کسل ښار د شورا مشر والتر لوبکه، په خپل کور کې مړ موندلی دی. لوبکه د مسیحي دیموکرات اتحاد غړی وو. د دې ګوند ویاند هم د دغه ۶۵ کلن سیاستوال مړینه تایید کړې ده.
ځايي خبري رسنۍ «ایچ ان اې» ویلي دي چې د لوبکه په سر کې د مرمۍ زخم موجود دی خو پولیسو د پیښې په سیمه کې کومه وسله نه ده موندلې. ایالتي پولیسو لا تر اوسه پورې د دغو رپوټونه په اړه څه نه دي ویلي. د پولیسو په یوې بیانیه کې یوازې راغلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي.
د «ایچ ان اې» د رپوټ له مخې پولیسو د سیمې له اوسیدونکو سره خبرې کړې دي چې په جریان کې یې د لوبکه د کور پر سر څرخې الوتکې هم په حرکت کې وې.
تمه کيږي چې د دوشنبې ورځې په جریان کې د دې پیښې په اړه لا ډیر جزئیات خپاره شي. د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند لوبکه د «پل جوړوونکي» په توګه یاد کړی دی چې تل به یې رښتیا خبره کوله.
مرموزه پېښه
د کسل ښار شورا غړو په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د لوبکه د وژل کیدو له کبله «شوکه شوي دي». لوبکه له لسو کلونو راهیسې د کسل شورا مشر وو. که څه هم د هغه دوره د روان کال د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نیټه پای ته رسیده خو د هیسن ایالت د لومړي وزير په غوښته بيا د نوموړي د کاري دوره غځول شوې وه. کسل ښار په همدې ایالت کې پروت دی.
(ms/bs (DW: John Silk