آلماني ځوانان کم سګرت خو ډیر قیلون یا چلم څکي
۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سهشنبهدا به ښايي ډیر ښه خبر وي چې د ځوانانو ترمنځ د سګرټ څکول مخ پر کمیدو دي. په برلین کې د هیرتي په نامه د حکومتولۍ په ښوونځي کې څیړونکی کالوس هوریلمن، وايي: «ځوانان غواړي چې د امکان تر حده پورې خپل جسمي او رواني روغتیا وساتي او په عین حال کې دوی غواړي چې له خطر سر هم مخ شي.»
هغه په دې باور دی چې هغه ځوانان چې د انسټاګرام او یا فیسبوک په څیر په ټولنیزو شبکو کې پراخ حضور لري او غواړي چې د خلکو پام ځان ته واړوي، دغه شمیر کسان ډیر کم سګرټو ته مخ اړوي. کلاوس هوریلمن په دې هکله وايي: «ټولنیزو رسنیو ځوانان دې ته اړ کړي چې تل د نورو د پام او لید په لټه کې شي.»
هغه زیاتوي چې نور دا امکان نه لري چې د سګرټو په څکلو سره یو څوک د خلکو پام په ښه ډول سره ځان ته جلب کړي.
په عمومي توګه په آلمان کې د لومړۍ پیړۍ له پیل راهیسې ځوانانو د سګرټو څکلو ته مخ اړولی دی. په ۲۰۰۱م کال کې د ۱۲ نه تر ۱۷ کلونو عمر لرونکو شاوخوا ۲۸ سلنه ځوانانو سګرټ څکل، خو دغه شمیر بیا په ۲۰۱۶م کال کې ۷،۴ سلنه ته را ټیټ شوی دی. په عین وخت په آلمان کې د داسې کسانو شمیر چې سګرټ یې نه وي لمس کړي، د اوس په شان هیڅکله هم دومره لوړ نه وو. بل لوري ته د همدې مودې په ترڅ کې د ۱۸ او ۲۵ کلونو عمر لرونکو هغو کسانو فیصدي چې سګرټ څکي له ۴۵ سلنې څخه شاوخوا ۲۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د نورو عواملو ترڅنګ په آلمان کې د سګرټو لوړه بیه او د اخیستو پر مهال یې د قانوني سن د معلومولو له پاره د سند ښکاره کول، په عامه ځایونو کې د سګرټ پر څکلو بندیز او همدا راز د سګرټو پر قطیو باندې زړه بوږنونکي انځورونه د خلکو په منځ کې د سګرټ د څکلو د کمیدو له دلایلو څخه شمیرل کیږي.
په امریکا متحده ایالاتو کې له سرطان سره د مبارزې د ملي څیړنیز انستیتیوت یوې څیړنې ښوولې ده چې د سګرټو پر قطیو باندې د زړه بوږنوونکو انځورونو چاپ دوه اړخیزه اغیز لري. د دې څیړنې پر اساس له یوه اړخه دغه تبلیغات هغه کسان چې د سګرټ څکلو عادت نه لري له هغه یې مخنیوی کوي او له بل پلوه هغه کسان چې سګرټ څکي د دې راز انځورونو په لیدلو سره دوی خپل ځان ته وايي چې «اوس خو وخت تیر دی» او له همدې امله لا ډیر سګرټ دودوي.
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې اوسمهال د سګرټو د څکلو کچه د پام وړه ټیټه شوې، خو بیا د ځوانانو ترمنځ د قیلون یا چلم استفاده لوړه شوي دي. د ټولنیزو مسایلو څیړونکی هورلمن وايي: «له دې کبله چې قیلون یا چلم یو نوی شی دی د ځوانانو ترمنځ په یوه موډ اوښتی دی.»په ورځ کې آن یو سیګرټ د زړه د حملې لوړ خطر رامنځ ته کوي.
هغه وړاندې زیاتوي چې تر اوسه پورې ځوانان داسې فکر کوي چې قیلون یا چلم څکل د سګرټو په څیر روغتیا ته مضر نه دي.
په آلمان کې د خطرونو د سنجولو موسسې ویلي چې هغه چلم یا قیلون چې په کې تنباکو کارول کیږي، د سګرټو په شان خطرناک دی. په قیلون یا چلم کې د تنباکو کارولو د انسان سږي زیانموي و په سرطان د اخته کیدو خطر ډیروي. دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې یو چلم د ۱۰ نه نیولې تر ۲۰ سګرټو پورې نیکوتین لري.
زموږ له آرشیف څخه: