آلماني موچي پاکستاني وګړي ته د ۵۷ نمبر بوټونه جوړ کړل
۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبهآلماني موچي يا بوټ جوړونکي، ګېورګ وېسلس د شنبې په ورځ په دوبۍ کې د ۵۷ نمبر په اندازه په خپل لاس جوړ شوي بوټونه هغه پاکستاني دروازه ساتونکي ته وسپارل چې ۲،۳۰ متره په ونه جګ دی او د بوټونو اندازه يې ۵۷ ته رسيږي. وېسلس د آلمان خبري آژانس ته وويل چې «يوه ښکلې دريشي، خو بوټونه يې نه لرل، دا خو نه کېدل.»
د هوټل مديرانو يو څه موده مخکې وېسلس ته زنګ وهلی و او مرسته يې ورڅخه غوښتې وه. موچي وېسلس د اويا کلونو څخه زيات عمر لري او اصلا متقاعد دی، خو په ټوله نړۍ کې د بدني ودې او نمو په برخه کې اخلال لرونکو کسانو ته په خپله خوښه بوټونه جوړوي.
د ده په دوکان کې د سلطان کوزن په څېر نور انسانان هم پخوا موجود وو چې نوموړی د نړۍ تر ټولو جګ سړی بلل کيږي او د پښو سايز يې ۶۰ دی. دغه استثنايي ونه يا قد د مغزو د نمو په غده کې د يوې سرطاني غوټې له کبله راټوکيږي. وېسلس په تېرو لسيزو کې خلکو ته له ۵۰۰ زيات جوړه بوټونه په تحفه ورکړي دي.
وېسلس همداز اوس د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره دوبۍ ته سفر وکړ چې مدثر ګوجر يې بوټونه په پښو کړي. ورپسې يې له سفر څخه مثبت جاج واخيست او ويې ويل: «بوټونه په کې بشپړ جوړ ول. مدثر ځان په کې ډېر ښه احساسوي او ويې ويل چې ډېر راحت بوټونه دي.»