آزداي راډیو به «د اوس لپاره» خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي
۱۴۰۴ فروردین ۸, جمعهد رسنیو د راپورونو له مخې، آزادي راډیو چې فردا راډیو یې هم یوه برخه ده «د اوس له پاره» خپلو فعالیتونو ته ځکه دوام ورکوي، چې د دوئ پر وړاندې د قضیې پرانیستونکی امریکایي بنسټ له خپلې دعوې پر شا شوی دی.
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۷) خپور شو، د امریکا د نړیوالو رسنیو بنسټ هغه پریکړه بیرته اخیستې ده چې له مخې یې د آزادي راډیو مالي ملاتړ لغوه کیده او کارونه یې درېدل.
د دې ادارې مشر کري لیک اعلان وکړ چې په دې قضیه کې اړونده قرارداد بیا د پلي کیدو وړ دی. نوموړي زیاته کړې ده چې «بنسټ یې دا حق لري چې بل وخت او له موجوده قوانیونو سره سم دغه مالي ملاتړ پای ته ورسوي.«
په محکمه کې د ماتې په اړه د ټرمپ د حکومت غبرګون
د دغه اقدام په ترسره کیدو هم مهاله د ټرمپ حکومت د خپلې ماتې په اړه غبرګون وښوده. قاضي رویس سي لامبرټ، د سې شنبې په ورځ یو لنډمهاله حکم صادر کړ، چې د آزدي راډیو د احتمالي بندیدو مخه یې ونیوله.
هغه په خپل حکم کې لیکلي: «یاد دولتي بنسټ نه شي کولی له وضاحت ورکولو پرته رسنۍ بندولو ته اړي کړي، ان که ولسمشر هم داسې یو امر کړی وي.» دغه قاضي دغه راز وویل: «د دې رسنۍ د فعالیتونو دوام د هیواد د عامه ګټو له پاره دی.»
«قضايي پروسه لغوه شوې ده»
د مارچ مياشتي په نیمایي کې، د امریکا متحده ایالاتو د رسنیو نړیوالې ادارې، د امریکا د ولسمشر دونالډ ترمپ، په غوښتنه د آزادۍ راډيو مالي ملاتړ لغوه او د دغې رسنۍ له پاره یې د فدرال ټولې بودیجې بندې کړې.سربېره پر دې، له یادې رسنۍ څخه وغوښتل شول چې خپله د له منځه تللو پروسه پیل کړي.
اوس کري لیک، محکمې ته په یوه لیک کې اعلان کړی دی چې د لغوه کیدو غوښتنلیک په بیرته اخیستو سره «قضایي پروسه لغوه شوې ده.»خو محکمې لا تر اوسه د آزادې راډیو د پلان شوي بندیدو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.
لیک، دا ټینګار هم کړی دی چې هغه به ډاډ ترلاسه کړي چې «امریکايي مالیه ورکوونکي نور د غیر ضروري شیانو له پاره پیسې ور نه کړي.»د هغه په وینا «یوازې د هغه څه به مالي ملاتړ کیږي چې د امریکا په ګټه وي.»
په ۲۳ هیوادونو کې خپرونې
آزادي راډیو په ۱۹۵۰م کال کې جوړه شوه او وروسته له راډیو لیبرټي سره یوځای شوه. دا رسنۍ په ۲۳ هیوادونو کې خپرونې لري، چې ډيري یې د روسیې او چین په ګډون د ختیځې اروپا او آسیا په استبدادي حکومتونو کې دي.
په دې هېوادونو کې، آزادو مطبوعاتو ته لاسرسی محدود دی. د دغې راډیو د شمېرو له مخې، دا رسنۍ هره اونۍ ۴۷ میلیونه اورېدونکي لري.
آزادې راډیو د اروپايي ټولنې ملاتړ هم ترلاسه کړی دی. په عین حال کې،د اروپايي ټولنې کمیسیون مشرې اورزولا فون دير لاین، د چهارشنبې په ورځ د دغې رسنۍ له مشر سټیفن کپوس سره وکتل.
هغې اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه غواړي د آزادي راډيو «د ستاینې وړ خبریالۍ» ملاتړ وکړي، او ویې ویل چې «آزادي راډیو په ډیرو هغو هیوادونو کې خپلواک راپورونه چمتو کوي چیرې چې رسنۍ هلته له ګواښ سره مخ دي.» مخکې له دې، د چک جمهوریت په نوښت، د اروپايي ټولنې دولسو غړو هېوادونو غوښتنه کړې وه چې د دغې رسنۍ مالي ملاتړ دې وشي.